بشري، اعتقادي او مذهبي څېړنو ثابته کړې، چې انسان څو بعدي موجود دی، چې تر ټولو مهم اړخونه یې “روح” او بل “تفکر” دي. په مادي ژوند کې د لمس وړ اړخ د انسان جسم دی. په حقیقت کې موږ په نړۍ کې له مادي قوانینو سره د همغږۍ په موخه په یوه مادي وجود کې ژوند کوو. خو په اصل کې زموږ پیدایښت تر دې هر څه لوړ دی. ولې ځیني انسانان، سره له دې چې لوړ فکري قدرت لري، بیا هم په دې اند دي چې د انسان ژوند او ټول کړه وړه مخکې له مخکې تعین شوي او د انسان لاسوهنه په کې کوم خاص ارزښت نه لري. دوی پر دې فکر نه کوي چې که خبره همداسې وي، نو بیا د انسانانو او نور ژوندیو موجوداتو تر منځ توپیر په څه کې دی؟
ولې دغه ډله کسان د دې پر ځای چې خپل فکر په کار واچوي ځان تقدیر ته سپاري؟ ځواب یې اسان دی؛ ځکه دغه کسان په خپل دغه کار سره ځان له مسوولیته خلاصوي. نو ښه ده چې پوه شو زموږ افکار تل په جریان کې دي او دغه جریان خپله د جذب قانون رامنځته کوي. نو ولې بیا ځان په نااګاهانه ډول دغه جریان ته وسپارو، په داسې حال کې چې موږ خپله کولای شو د ټولو مفکورو کنټرول په لاس کې واخلو. که دې باور ته ورسېدو، د تفکر نطفه مو په حقیقي نړۍ کې ځای نیسي، د دغه جریان پر وړاندې باید خپل ځان مسوول وګڼو خو د ډېری انسانو لپاره دا جمله ویل چې: “د ژوند د لوبې اصلي لوبغاړی زه یم.” ډېره سخته ده.