کابل

تاند- افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو د سرمنشي له راتګ سره په یو وخت نن /چهارشنبه/ د کابل پر هوايي ډګر راکټي بریدونه وشول.

راپورونه وايي چې د برید له کبله مرګ ژوبله او تاوان نه دی پېښ شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش هم تایید کړه چې څو راکټونه د هوايي ډګر پوځي برخې ته نژدې لګېدلي خو تاوان یې نه دی پېښ کړی.

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې چارواکي وايي چې د هوايي ډګر لور ته څو راکټونه ویشتل شوي خو هیڅ یو پر کوم هدف نه دی لګېدلی.

په هوايي ډګر کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې د هوايي ډګر لور ته ۶ راکټونه وتوغول شول.

ویل شوي چې راکټونه د کابل د یکه توت سیمې له یوې ودانۍ څخه ویشتل شوي او امنیتي ځواکونه دا ودانۍ محاصره کړې ده.

تر دې برید وړاندې د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس له هند څخه کابل ته راورسېد. ټاکل شوې ده چې ماتیس او دغه راز د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، چې هغه هم نن کابل ته راورسېد، له ولسمشر غني سره په ارګ کې له خبرو وروسته په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته څرګندونې وکړي.

دا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته کابل ته د ماتیس او ستولتنبرګ لومړنی سفر دی.

ماتیس په نوي دیلي کې پرون یو وار بیا وویل چې امریکا د تروریستانو خوندي پناهځایونه نه شي زغملی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *