تاند- د کابل حامد کزي نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د یکه توت د سیمې له یوه کوره حمله کوونکي له څو ساعته مقاومته وروسته وځپل شول.
د کابل امنیتي چارواکي وايي درو تنو حمله کوونکو له یوه کور څخه، چې ۴ میاشتې پخوا یې کرایه کړی و، پر هوايي ډګر نن تر غرمې مخکې په ۱۱ بجې او ۱۰ دقیقې ۶ راکټونه وویشتل.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې حمله کوونکو په درو کورونو کې مورچې نیولې وې.
کورونه سمدستي د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شول او ماسپښین ناوخته د درو حمله کوونکو له وژل کېدو سره وسله واله نښته پای ته ورسېده.
په راکټي بریدونو کې لږترلږه یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي چې دوه راکټونه د خلکو پر کورونو لګېدلي چې له کبله یې یوه ښځه وژل شوې او ۱۱ نور ملکیان ټپیان دي.
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې د راکټونو د لګېدو له کبله مرګ ژوبله او مالي تاوان نه دی پېښ شوی.
د دې برید له کبله د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته او ورڅخه الوتنې څو ساعته وځنډېدې.
د اجراییه ریاست وايي چې هند ته د عبدالله عبدالله او ورسره ملګري پلاوی سفر هم څو ساعته وځنډېده.
طالبانو او داعش دواړو د دې برید د مسوولیت ادعا کړې ده.