د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکامتحدو ایالتونو د دفاع وزیر جیمز مټیس او د ناټو سرمنشي ینس ستولټنبرګ سره چې په یو رسمي سفر کابل ته راغلي وو، په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، په پیل کې جمهوررئیس د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي ته د ښه راغلاست پرمهال د امریکا او ناټو غړو هېوادونو د عسکرو د قربانیوقدرداني وکړه او وې ویل: د ناټو غړو د هغو ۳۹ هېوادونو د دوامدار ملاتړ مننه کوم چې د امنیت د تامین او تروریزم سره د مبارزې لپاره یې زیاتې قربانۍ ورکړي دي.
جمهور رئیس همدارنګه د خپلو خلکو او هېواد د دفاع په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړه ورتیا او سرښندنې وستایلې. هغه له جمهوررئیس ټرمپ او جنرال مټیس څخه د افغانستان په اړه د ستراتیژي د نهایي کولو له امله چې د تروریزم پر وړاندې د بریالیتوب فضا یې برابره او په افغانستان او سیمه کې یې د ابهام حالت له منځه یووړ، مننه وکړه.
جمهور رئیس غني وویل، د سیمې په اړه د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژي په وخت پورې محدوده نه ده، بلکې په شرایطو پورې تړاو لري. هغه زیاته کړه، دغې ستراتیژي په سیمه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي او پر ټولو یې غږ وکړ چې له دغو نویو فرصتونو څخه باید د سولې او سیمه ییز ثبات لپاره ګټه واخیستل شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د ولسوالیو شوراګانو، ولسي جرګې او ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې انتخاب نه، بلکې مسوولیت دی او حکومت یې په شفافه توګه ترسره کولو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه، راتلونکې ټاکنې به د افغانستان خلکو او سیاسي قشر ته دا فرصت برابر کړي چې د هېواد د مقننه قوې زیاته پیاوړتیا کې موثره ونډه واخلي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د جګړې اصلي بار د افغانستان د خلکو پر اوږو دی، ځکه د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو جنایتونه یې په صبر او متانت زغملي او د ولسواکۍ اوخپل اساسي قانون ملاتړ یې کړی دی.
محمد اشرف غني وویل، طالبان او ټولې تروریستي ډلې له ملکي وګړوڅخه د سپر په توګه ګټه اخلي. هغه یو ځل بیا د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ټینګه لارښوونه وکړه چې له خپلو بین المللي همکارانو سره په ګډه د نظامي عملیاتو پرمهال زموږ د خلکو ساتنې او خوندیتوب ته چې د هغوی اصلي دنده ده جدي پام وکړي او ملکي وګړو ته له هر ډول زیان اوښتلو پرته خپل عملیات په دقت ترسره کړي.
جمهور رئیس غني د ملي یووالي حکومت اصلاحاتو ته په اشارې وویل،د ثبات او تلپاتې امنیت لپاره د امنیتي او دفاعي سکتور ترڅنګ په ملکي ادارو کې هم اصلاحات اړین دي. هغه زیاته کړه. په اداري، عدلي او قضایي برخو کې رامنځته شوي اصلاحات به د دوامدار بهیر په توګه نورو برخو ته هم وغځېږي.
جمهور رئیس طالبانو ته په خطاب کې وویل، په جنګ یې نشئ ګټلی د سولې او مذاکراتو لاره اختیار کړئ. هغه زیاته کړه، مونږ لومړی له پاکستان سره دولت په دولت سوله او مذاکرات غواړو او دا ډاډ ورکوو چې باثباته افغانستان د هیڅ بل هېواد په زیان نه دی، بلکې د افغانستان ثبات د سیمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره هم ګټور دی.
جمهور رئیس غني بین الافغاني سولې ته په اشارې وویل، نن ټولو ته ثابته شوې چې هیڅوک د جګړې او تاوتریخوالي له لارې خپلې غوښتنې د افغانستان پر خلکو نشي تپلی. هغه زیاته کړه، د افغانانو ترمنځ ښه حل لاره مذاکره ده او د افغانستان حکومت تل دبین الافغاني مذاکراتو له لارې د مسایلو حل ته تیار دی.
محمد اشرف غني له ټولو ښکېلو غاړو وغوښتل چې نوي شرایط درک کړي او په تدبیر سره له دغو فرصتونو استفاده وکړي. هغه څرګنده کړه، اوس انتخاب د طالبانو په لاس کې دی چې د پردیو د ګټو لپاره بین المللي تروریزم سره یو ځای کېږي او که د مذاکراتو، سولې او ابادۍ لاره اختیاروي.
ورپسې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خبرو پرمهال د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو سازمان سرمنشي ته هرکلی ووایه او د افغانستان د امنیت، ثبات او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې د هغوی د هلو ځلو او قربانیو قدرداني وکړه.
اجرائیه رئیس وویل، د سیمې په اړه د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژۍ په سیمه کې مثبت فضارامنځته کړې او د دغې ستراتیژۍ ښېګڼه داده چې بېلابېلو برخو کې وضاحتونه او اساسي پیغامونه لري. هغه زیاته کړه، باور دی چې دغه ستراتیژي به په سیمه کې پر جنګ او سیاسي اوضاع مثبت اغېز ولري.
ښاغلي عبدالله د جمهور رئیس د خبرو په تائید وویل، پاکستان ته مو د مذاکراتو بلنه ورکړې، تر څو اساسي نتیجې ته ورسېږو. هغه زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژي د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره واضح پیغام لري.
هغه زیاته کړه، د سیمې هېوادونه باید له دغه فرصت څخه چې د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته برابر شوی دی د سیمې د ثبات، اقتصادي همکاریو او ودې لپاره ګټه واخلي. هغه څرګنده کړه، تروریزم چې د سیمې او نړۍ لپاره جدي خطر دی باید ګډه او صادقانه مبارزه ورسره وشي.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر جیمز مټیس د جمهور رئیس له مېلمه پالنې مننه وکړه او همدارنګه یې افغانستان ته د خپل سفر د موخو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل، موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین ته ژمن یوو. هغه زیاته کړه، د تروریستانو ځالې چې له جنوبي اسیا څخه نړۍ تهدیدوي باید له منځه یووړل شي.
هغه وویل، د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژۍ په سیمه کې د اعتماد فضا رامنځته کړې. نوموړي همدارنګه په بېلابېلو برخوکې د حکومت د اصلاحاتو او څلورکلن امنیتي پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. هغه زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتیژۍ موخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې تامین او هغې ته زمینه برابرول دي.
د امریکا د دفاع وزیر جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو جدي رهبري وښوده چې د افغانستان پرمختګ ته ژمن یاست. هغه زیاته کړه، افغانستان د واک سوله ییز لېږد تجربه کړ او د ستونزو باوجود د افغانستان خلکو لویې لاسته راوړنې لرلې.
نوموړي د اصلاحاتو او اداري فساد سره د مبارزې په برخوکې د ملي یووالي حکومت د هلو ځلو قدرداني وکړه وې ویل: هیله ده چې د اصلاحاتو بهیر همدغسې دوام ومومي. هغه د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د امریکا متحده ایالتونو تعهد هم اعلان کړ.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر د افغانستان دولت او خلکو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان به نور د تروریستانو لپاره خوندي پټنځای نه وي او امریکایي ځواکونه به د ناټو په چوکاټ کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د روزنې، مشورې ورکولو او د هغوی د تجهیز په برخه کې همکاري وکړي. هغه تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې، مبارزه او سرښندنې وستایلې.
ښاغلي جیمز وویل، امریکا متحده ایالات د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر هرکلی او ملاتړ کوي او طالبان باید پوه شي چې د جنګ له لارې نشي بریالي کېدلی، خو که د سولې لاره اختیار کړي، نو ډېرې لاسته راوړنې به ولري.
ورپسې د ناټو سازمان سرمنشي ینس ستولټنبرګ افغانستان ته په خپل سفر او د ملي یووالي حکومت رهبري سره په کتنه خوښي وښوده وې ویل: د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو له لارې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د تامین لپاره همکاري کوي.
نوموړي وویل، د ناټو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، تجهیز او تمویل ته ژمن دي. هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت هم باید له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.
د ناټو سازمان سرمنشي همدارنګه د افغانستان په کوربه توب د کابل پروسې کنفرانس ښه اقدام وباله او زیاته یې کړه، موږ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر ملاتړ کوو او نور هېوادونه به هم وهڅوو چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې بهیر د ملاتړ تر څنګ وویل، د تروریزم د ځپلو په برخه کې چې د سیمې او ناټو غړو هېوادونوامنیت او ثبات ته جدي ګواښ دی، غوڅ اقدامات وکړي.
له دغې کتنې وروسته جمهور رئیس غني، د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر او د ناټو سازمان سرمنشي په ګډ خبري کنفرانس کې له ګډون وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.