تاند- د لندن عامه ترانسپورت غواړي چې د وای فای په وسیله د خلکو څرک ولګوي یا یې ټرک کړي.

که ستاسو د ټېلفون وای فای چالان وي، حتي که له انترنیټ سره هم وصل نه یاست، ستاسو څرک به ولګول شي.

سکای تلویزیون د سایبري امنیت له څېړونکي کین مورنو څخه غوښتي چې د دې ټکنالوژۍ په اړه معلومات ورکړي.

د ده وسیله د خلکو له موبایلونو څخه په وایرلیس (بې سیم) ډول معلومات اخلي.

څېړونکی په لپ ټاپ کې د خلکو د موبایلونو معلوماتو ته ګوته نیسي.

https://www.facebook.com/skynews/videos/1930777156936872/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *