ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی

وخت روان دی او یوه ثانیه هم بېرته نه راگرځي. که له وخت مو ښه گټه واخیسته، نو ښې پایلې به ولرو او که وخت مو بې‌ځایه تېر کړ؛ نو له بدو پایلو سره مخامخ کېږو. موږ په کم عمر کې هم په تېر وخت پښېمانه یو او وایو کاشکې ښه گټه مو ترې اخیستی وای. د هرې ټولنې کلتور جلا دی او په دغو شمېرو کې مې ځینې سپارښتنې ترې لرې کړې. هیله ده ویې لولئ او په ژوند کې مثبت پېغام ترې واخلئ.

۱ـ د پوهنتون زده کړې مو پای ته ورسوئ

مهمه دا نه ده، چې تاسې دې طب او انجینري ولولئ؛ بلکې مهمه دا ده چې تاسې تر ۳۰ کلنۍ باید پوهنتون پای ته ورسوئ. د پوهنتون دوره مو د ژوند یوه مهمه دوره ده. په پوهنتون کې له علمي خلکو سره اشنا کېږئ او دغه بلدیت درته په راتلونکي کې ډېر گټور ثابتېدای شي. کېدای شي ستاسې ډېر ملگري لوړې دندې واخلي او تاسې ته هم د کار موکه درکړي. که چېرې د اقتصادي ستونزو له امله مو پوهنتون تر دېرش کلنۍ پای ته نه وي رسولی؛ نو کولی شئ دغه هیله مو راتلونکي هم پوره کړئ. تر ۳۰ کلنۍ کولی شئ لوی کارونه سرته ورسوئ او دغه دوره مو د ژوند غوره دوره ده.

۲ـ د «ډاکټر هو» سریال وگورئ

«ډاکټر هو» د نړۍ یو له غوره علمي او تخیلي سریالونو څخه دی، چې د بي بي سي نړیوالې شبکې له (۱۹۶۳ نه تر ۱۹۸۹ز) کلونو په موده کې خپور کړی. دغه سریال د ۲۶ کلونو په موده کې خپور شوی او که تاسې یې د لیدو هیله لرئ؛ نو باید ډېر عمر ورته وقف کړئ. «دغه نظر یوازې د لیکوال دی او کومه عملي سپارښتنه نه ده.»

۳ـ ورزش وکړئ

هغو خلکو چې په کم عمرۍ کې ورزش کړی وي، هغوی ښکلي اندامونه لري. غوره داده چې ورزش له شل کلنۍ پیل شي او د عمر تر پایه ادامه ورکړل شي. که ډېر بوخت یاست؛ نو د ورځې ۴۵ دقیقې ورزش وکړئ. ډاډه اووسئ چې ورزش کول سخت کار نه دی او که چېرې هره ورځ ورزش وکړئ، نو ورزش به ستاسې عادت وگرځي. د ورزش په گټو خبریاست او ډېرې توضیح یې ته اړتیا نشته. که هېڅ وخت نه لرئ؛ نو پلی تگ ډېر وکړئ.

۴ـ له کمپیوټري لوبو سره ځان اشنا کړئ

هره کمپیوټري لوبه د گټې ترڅنگ زیانونه هم لري. کم عمره ماشومانو ته ځیرک موبایلونه مه ورکوئ او مه یې په کمپیوټري لوبو روږدي کوئ. کمپیوټري لوبې یوازې د ساعتیرۍ لپاره کېږي او کېدای شي څو شېبې مو ذهن ارامه کړي. د لوبې د گټې پر وخت ډېره خوښي او د لوبې د بایللو پر وخت ډېر خفگان مه کوئ. په څو کمپیوټري لوبو ځان پوه کړئ او په اوزگار وخت کې یې وکړئ. یاد لرئ چې ځان پرې روږدی نه کړئ؛ گنې له گټې به یې زیانونه ډېر ووینئ.

۵ـ خپل تاریخ مو ولولئ

د خپل هېواد، د گاونډیو او د نړۍ تاریخ لوستل ډېر اړین دي. له بده مرغه زموږ زیات کسان چې لوړې زده کړې او لوړ موقفونه لري؛ خو بیا هم د خپل تاریخ سره اشنايي نه لري. ډېره د شرم خبره ده، چې لوړ پوړي خلک د خپل تاریخ نه ناخبره یي. که په تاریخي پېښو څوک خبرې نه شي کولی او غلتې حوالې ورکوي، نو لوستونکي/ اوریدونکي په گډوډ حالت کې اچوي. که چېرې تاسې د خپل هېواد او یا د نړۍ له تاریخ سره اشنايي ولرئ؛ نو هره خبره مو په کره وي او په دې برخه کې به ډېرې کمې تېروتنې وکړئ. په ځوانۍ کې د تاریخ لوستل پیل کړئ او له دې چارې سره ځان روږدی کړئ. که تاریخ مو ولوست؛ نو ټوله نړۍ پېژندلی شئ.

۶ـ ځیرک«سمارټ فون» واخلئ

اوس وخت کې ډېری ناچاره خلک هم ځیرک موبایل گرځوي. که غواړئ چې له نړۍ ځان خبر کړئ؛ نو باید سمارټ فون ولرئ. د ځیرک موبایل په وسیله کولی شئ، چې د نړۍ له تازه حال څخه ځان خبر کړئ. ټولنیزو شبکو کې گډون وکړئ او د هر فکر، هر مسلک او د هر ځای خلک له ځان سره ملگري کړئ. که چېرې مو ځیرک موبایل سم استعمال کړ؛ نو ژوند کې به مثبت بدلون هم وگورئ او که چېرې مو ترې ناوړه گټه واخیسته، بیا یې له گټې زیان ډېر دی.

۷ـ خپل کمپیوټر په خپله جوړ کړئ

زموږ زیات ځوانان کمپیوټر ته وینډوز هم نه شي کولی. یا د کمپیوټر په یوې برخه کې پوهه لري؛ خو په نورو برخو نه پوهېږي.

پر دې باید پوه شو چې موږ څه ډول کمپیوټر کاروو. د کمپیوټر په کومه برخه کې کار کوو او که چېرې ستونزه پیدا شي باید د ستونزې ځای معلوم کړو.

که د کمپیوټر په برخه کې لږه پوهه هم ولرئ؛ نو کولی شئ ډېرې پیسې سپما کړئ. ځکه زیات وخت یوه وړه ستونزه چې تاسې  یې خپله حل کولی نه شئ او مستري ته اړ شئ، شاید څو سوه افغانۍ درنه واخلي.

۸ ـ نښه ویشتل زده کړئ

نښه ویشتل، لامبو وهل او د اس سپرلۍ زده کول نبوي امر هم دی. د وسلې سم استعمال او نښه ویشتل باید له دېرش کلنۍ مخکې زده کړئ. وسله په عموم کې بد شی نه دی او د ځان د دفاع لپاره تر ټولو ښه وسیله ده. د عادي وسلو له استعمال سره ځان اشنا کړئ او نښه ویشتل زده کړئ. نښه په داسې ځایونو کې زده کړئ، چې هلته خلک نه اوسېږي. هسې نه د قتل په جرم د زندان د تمبو شا ته وغورځول شئ.

۹ ـ ښه ملگري پیدا کړئ

د ښو ملگرو په لټه کې شئ او د ځان لپاره ښه ملگري غوره کړئ. ښه ملگري مو د مثبت بدلون خوا ته بیايي او بد ملگري درباندې د ژوند کړۍ تنگوي. دې ته مه خوشحالېږئ چې تاسې ډېر ملگري ولرئ، بلکې یو، دوه او درې ملگري پیدا کړئ؛ خو داسې ملگري چې په بده ورځ مو په کار راشي.

۱۰ـ د خپل ژوند کیسه ولیکئ

ډېری خلک د لیکلو سره چندان جوړ نه دي او نه غواړي، چې د خپل ژوند کیسه ولیکي. که تاسې هېڅ لیکوالي نه شئ کولی، نو د ورځینو پېښو یې پیل کړئ او دغه لړۍ وغځوئ. ورو ـ ورو د لیکلو سره روږدي کېږئ. کېدای شي څو کلونه ستاسې لیکنې یوه رسنۍ هم خپرې نه کړي او د دوی په معیار برابرې نه وي؛ خو که ادامه ورکړئ، څو کاله وروسته به مشهور لیکوال شئ. د زیاتو خلکو وړتیاوې څو کلونه وروسته معلومېږي او تاسې کېدای شي په همدغه ډله کې یاست.

۱۱ـ ورځنۍ پېښې ولولئ

د ورځپاڼې لوستل زموږ په ټولنه کې صفر دي او خلک ورځپاڼې نه لولي. تاسې نوښت وکړئ او هره ورځ ورځپاڼې واخلئ او د ځان د مهمو پېښو څخه خبر کړئ. په لومړیو کې د ورځپاڼو هغه مطالب ولولئ، چې تاسې په زړه پوري وي او وروسته بیا سیاسي، ټولنیز، دیني او روغتیايي مطلبونه هم ولولئ. که په ورځپاڼه لوستلو روږدئ شوئ، بیا دغه چاره هېڅ نه پرېږدئ.

۱۲ـ د «راکي» فلم وگورئ

راکي د یوه ایټالوي بې وزله سړي کیسه ده، چې غوښتل یې نړۍ ته وښيي چې هرڅوک کولی شي لوی کارونه ترسره کړي. فلمونه خیال او افسانې دي. کېدای شي راکي ستاسې په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

۱۳ـ خپل سیاسي لیدلوری معلوم کړئ

مهمه نه ده چې یو گوند کې غړیتوب واخلئ. که سیاست سره مینه لرئ، نو د بېلابېلو گوندونو تگلارې ولولئ او هغه ډله د ځان لپاره وټاکه، چې ستاسې په اند د نورو ډلو څخه د هېواد د پرمختگ لپاره ښه ده. په ځوانۍ کې له سیاست سره ځان بلد کړئ او که چېرې له سیاست او سیاست‌والو سره هېڅ علاقه نه لرئ، نو ازاد پاتې کېدل مو غوره دي. زموږ په دېرش میلوني هېواد کې ۱۲۰ گوندونه دي او هر یوه یې له زرو ډېر غړي نه لري. دلته خپلواک پاتې کېدل تر ټولو غوره کار دی.

۱۴ـ بهرني هېواد ته سفر وکړئ

«څوک چې ډېر سفرونه کوي هغوی ډېرې تجربې لیدلي». له دېرش کلنۍ مخکې یو، دوه او یا درې بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړئ. د نورې نړۍ خلک زموږ د هېواد د خلکو په شان نه دي. کېدای شي د هغوی پرمختگ، اسانتیاوې، چال چلند، اخلاق او ورځنۍ چارې تاسې ته مثبت  او یا منفي پیغام درکړي. مثبت یې خپل کړئ او منفي یې همالته پرېږدئ.

۱۵ـ بهرنۍ ژبه زده کړئ

که تاسې په یوه ژبه خبرې کولی شئ، نو تاسې یو تن یاست او که په څو ژبو خبرې کولی شئ، نو تاسې څو تنه یاست. تاسې حتماً یوه نړیواله ژبه له دېرش کلنۍ مخکې زده کړئ. مهمه نه ده، چې تاسې په بهرنۍ ژبه پوره مسلط اووسئ، بلکې مهمه داده چې تاسې یو بل وپوهولی شئ. زموږ د خلکو لپاره فارسي، عربي، انگرېزي  او اردو ژبو زده کول ډېر مهم دي؛ ځکه زموږ زیات خلک د همدغو ژبو ویونکو هېوادونو ته سفر کوي او هلته یې کاروبارونه دي.

۱۶ـ څو شپې ويښې تېرې کړئ

نبوي سنت دادي چې تاسې د شپې وختي ویده شئ او سهار وختي پاڅېږئ. خو له دېرش کلنۍ مخکې څو شپې په ويښه تېرې کړئ. ډېری زده کړیالان شپې په ويښه تېروي او درسونه وايي. د شپې په ويښه تېرول کومه طبي نسخه نه ده؛ خو د تجربې لپاره څو ځلې تر لمر راختلو پورې ويښ پاتې شئ او د لمر راختلو ننداره وکړئ.

۱۷ ـ په مغرورو خلکو نیوکې وکړئ

نیوکه باید تل د اصلاح لپاره وي؛ نه د بل کس د توهین لپاره. ځینې مشهور او مغرور خلک وڅارئ او وخت ناوخت پرې نیوکې وکړئ. د نیوکې ژبه مو باید ډېره مودبه او د هغه کس سره د مینې په پار وي؛ نه د هغه د شخصیت وژلو لپاره. پام مو وي چې په دغه عمر کې له چاپلوسۍ ځان وساتئ او هېچاته ډېر ټيټ او پاس مه کوئ، په ځانگړې ډول چارواکو ته.

۱۸ ـ پر پلي تگ ځان روږدی کړئ

له دېرش کلنۍ مخکې او وروسته باید د ورځې تر لسو کیلو مټرو پورې پلی تگ وکړئ. که چېرې د ورزش کولو لپاره وخت نه لرئ، نو پلی تگ باید ډېر کړئ. که د دندې ځای مو نږدې وي، نو د موټر پرځای پلی ورشئ. پلی تگ ستاسې روغتیا ته ډېر گټور دی او دغه چاره هره ورځ ترسره کړئ.

۱۹ ـ  قهوه وڅښئ

له دېرش کلنۍ مخکې د قهوې له څښلو سره ځان روږدی کړئ. قهوه مو روغتیا ته ډېره گټوره ده او دغه چاره له ځوانۍ پیل کړئ. قهوه دې هغه ځوانان ډېره وڅښي، چې درس وايي او غواړي چې د شپې تر ناوخته پورې ويښ پاتې شي؛ ځکه قهوه د خوب د راتلو مخنیوی کوي.

۲۰ ـ ځان ورک کړئ

موږ ډېری وخت ځایونه ورکوو او په ډېرې سختۍ ټاکل شوي ځایونه پیدا کوو. تاسې خپله ځان ورکړئ او «GPS»  په وسیله ټاکل شوی ځای پیدا کړئ. یا د «GPS» په وسیله یو نامعلوم لوري ته حرکت وکړئ او بېرته خپل ځای ته راستون شئ. یو به د «GPS» له کارولو سره بلد شئ او بل بیا هېڅکله ورک نه شئ.

۲۱ـ ستوري‌پوهنه زده کړئ

پر ستورو پوهنه یا د نجوم علم باندې ډېر کم خلک پوهېږي. زموږ زیاتره سپین ږیري تراوسه وخت په ستورو پېژني. دغه پوهه ستونزمنه نه ده؛ خو که تاسې داسې کس پیدا کړئ، چې په دې برخه کې معلومات لري او یا یې زده کړې پکې کړي وي. د شپې پر وخت اسمان ته وگورئ او بیا ننداره کړئ، چې ستوري څنگه مزل کوي او پر کوم لوري روان دي.

۲۲ـ خوبونه په رښتیا بدل کړئ

موږ هره شپه خوب گورو. کله پکې ولسمشران یو، کله مړه شوي یو، کله بډای شوي یو، کله ځناور راپسې وي او آن کله بهرني هېواد ته تللي یو…

ټول خوبونه رښتیا نه دي. تاسې ښه خوبونه په رښتیا بدل کړئ او بد خوبونه هېر کړئ. له دې مه ډاریږئ، چې تاسې لیدلی خوب د کورنۍ د غړو په مخ کې ونه وایئ. دغه چاره په ډاډه زړه ترسره کړئ او خپل لیدلی خوب د کورنۍ غړو ته ووایئ.

۲۳ـ کاري پلان ولرئ

له ماشومتوبه د کاري پلان سره ځان اشنا کړئ. د سهار له لمانځه وروسته تلاوت، ورزش، چای، ښوونځي ته تگ، پوهنتون ته تگ، مطالعه، د ملگرو سره لیدل، د کورنۍ غړو ته سره ناسته، پر وخت ویده کېدل او پر وخت پاڅېدل، دغه هرڅه په یوه کاغذ ولیکئ او د خپلې خونې پر مېز یې ونښلوئ. دغه لېست ته گورئ او خپلې ورځنۍ چارې د همدې لېست له مخې مخته یوسئ.

۲۴ـ «د غاز لرونکو مشروباتو» څخه ډډه وکړئ

د غاز لرونکو مشروباتو څخه ډډه وکړئ او د دې پرځای پاکې اوبه وڅښئ. ډېری غازلرونکي مشروبات د معدې لپاره مضر دي او که تاسې په کم عمرۍ کې ډېر غازلرونکي مشروبات وڅښئ، نو ژر به زاړه شئ.

۲۵ـ د تیاتر ټولگیو ته ولاړ شئ

د تیاتر په ټولگیو کې به تاسې زده کړئ، چې له نورو خلکو سره څه ډول چلند وکړو. یا د مشهور خلکو سره بې له وېرې څنگه خبرې وکړو. که مو دغه مهارتونه په ځوانۍ کې زده کړل، نو د عمر په اوږدو کې به ښه مدیر ثابت شئ.

۲۶- مدیریت وکړئ

له دې مه ډارېږئ، چې تاسې مدیریت نه شئ کولی؛ بلکې تاسې تر ټولو ښه مدیر یاست. که تاسې ته د ښوونځي، پوهنتون، مدرسې او یا بلې ادارې مدیریت در وسپارل شي؛ نو په ډېره مینه یې ومنئ. دلته مو ټوله وړتیا په کار واچوئ او د یوه ازاد فکر پر بنسټ خپل کارونه مخ ته یوسئ.

۲۷ ـ  ازاد ژوند وکړئ

له مور، پلار او وروڼو سره د گډ ژوند گټه داده، چې تاسې ډېرې پیسې سپما کولی شئ؛ خو که ۲۹ کلنۍ کې د مور او پلار په خوښه جلا شئ غوره کار دی او که د دوی خوښه نه وي، نو بیا ورسره گډ ژوند وکړئ. په دې عمر کې تاسې ته ډېر مسوولیتونه درغاړې کېږي او تاسې د ستونزو پر وړاندې پیاوړي کوي.

۲۸ ـ پخلی زده کړئ

په خپل لاس پاخه شوي خواړه هم د روغتیا له پلوه او هم د بازار د بیې له پلوه ارازانه او گټور دي. ورو ـ ورو پخلی زده کړئ او لومړی دغه کار د اسانه خوړو له پخولو پیل کړئ. هگۍ پخول، د کچالو چپس او …

که تاسې په پخلي کې هېڅ تجربه نه لرئ، نو یوټیوب ته ولاړ شئ او هر خواړه چې غواړئ پاخه یې کړئ، هلته یې وپلټئ. ورو ـ ورو په دغه چاره کې تکړه کېږئ او څو میاشتې وروسته به ډېر خوندور خواړه پخپله پخولی شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *