تاند- د ګاونډي عراق په کوردستان کې له ټولپوښتنې سره سم په ایراني کوردستان کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي، په کوڅو او واټونو کې ټانکونه او زغرګاډي ګزمې کوي او امنیتي ځواکونه خلک په ځیر څاري.

بي بي سي وايي چې په وروستیو دوو ورځو کې د کوردستان په یو شمېر سیمو کې انترنیټ پرچاو شوی او یا یې سرعت خورا کم شوی دی.

د ایران درې ولایتونه کورد مېشت دي خو په ځینو نورو ولایتونو کې په تیت پرک ډول اوسي.

له درو کورد مېشتو ولایتونو پرته د لوېدیځ اذربایجان په مرکز ارومیه او شاوخوا سیمو کې هم ډېر شمېر کوردان اوسي. خو د ایران په ټولنه کې کوردان د بلوچانو په شان تر ټولو بېوزله او وروسته پاتې ساتل شوي خلک دي.

تور رنګ د ایران کوردان ښيي. د ایران حکومتونو یو شمېر کوردان د ترکمنستان پولو ته کوچولي چې هلته له یوې خوا د ترکمنانو اکثریت کم کړي او له بلې خوا په کوردستان کې د کوردانو شمېر لږ کړي.

په وروستیو درو لسیزو کې د ایران په اکثرو کورد مېشتو سیمو کې په ځلونو د خپلواکي غوښتنې پاڅونونه شوي. کوردان په ایران کې له اسلامي انقلابه وروسته د خپلواکي غوښتونکو هڅو په خاطر په ځلونو ځپل شوي دی. په وروستیو ورځو کې هم د ایران امنیتي چارواکو په کوردستان کې د ایراني ضد عناصرو، چې د دوی منظور کورد خپلواکي غوښتونکي دي، د ځپلو ادعاوې کړي دي.

د عراق په کوردستان کې له ټولپوښتنې وروسته د ایران په کورد مېشتو سیمو کې خلکو خوښۍ او جشنونه کړي، ویل شوي چې په زرګونو خلک واټونو او سړکونو ته راوتلي او خپله خوښي یې څرګنده کړې ده.

تر ۳۰ ملیونه زیات کورد ملت د نړۍ په نقشه کې بې هویته دی.

کوردان د نړۍ یو له سترو ملتونو څخه دی چې په خپل نوم دولت یا هیواد نه لري.

په عراق، ایران، تورکیه او سوریه کې شاوخوا ۳۰ ملیونه کوردان د اقلیتونو په توګه اوسي.

کوردان په کوردي ژبه ږغېږي خو څو لهجې لري. اکثره کردان سُني مذهبه دي.

په ایران کې د بشري حقونو فعالانو ویلي چې یو شمېر کوردان په دې خاطر نیول شوي چې د عراقي کوردستان پر ټولپوښتنه یې خوښي څرګندوله.

د عراق د کوردستان د دوشنبې د ټولپوښتنې پایلې ښيي چې په سلو کې ۹۲ خلکو له عراق څخه خپلواکۍ ته رایه ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *