عبدالرب رسول سیاف/ ارشیف

تاند- پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، تر څو چې په حکومت کې پنځم ستون فعال وي، سوله او ثبات نه شي راتلای.

ښاغلي سیاف نن /پنجشنبه/ په متحده جبهه کې د خپل پخواني مشر برهان الدین رباني د تلین په مناسبت غونډې ته وویل، تر څو چې په حکومت کې دننه پنځم ستون فعاله وي، ناممکنه ده چې په هیواد کې سوله او ثبات یقیني شي.

ده همداراز وویل، په افغانستان کې روان تشدد او ناامني له پنځم ستون سره مستقیم ارتباط لري.

ښاغلي سیاف توضیح نه کړه چې پنځم ستون له کومو کسانو جوړ شوی او یا کومې چوکۍ په لاس کې لري.

تر دې پخوا هم دې ته ورته ادعاوې شوي خو تراوسه پورې هیچا د پنځم ستون د غړیو نومونه نه دي یاد کړي او دا هم څرګنده نه ده چې ایا له پنځم ستونوالو څخه د بېرې له کبله د هغوی نومونه څوک نه یادوي او که هسې هوايي ادعا ده او په دې وسیله له حکومت څخه د لا زیاتو امتیازونو د ترلاسه کولو هڅه کېږي.

په جون میاشت کې د پنځم ستون د اوازو په ځواب کې د ملي امنیت د ادارې ريیس معصوم ستانکزي ویلي و چې دا اوازې ځینې سیاسي کړۍ خپروي خو حقیقت دا دی چې نه پنځم ستون شته او نه شپږم.

عبدالرب رسول سیاف له حکومت څخه وغوښتل چې د پنځم ستون د له منځه وړلو لپاره فوري اقدام وکړي.

سیاف په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ چې د ملي یووالي حکومت باید د مجاهدینو پر مشرانو سترګې پټې نه کړي کنې مجاهدین به خپلې تورې بیا راوباسي.

3 thoughts on “سیاف وايي، حکومت باید د پنځم ستون خلاف فوري اقدام وکړي”
  1. د سیاف خبرې له دو حالتونو نه خالي نه دي . یا بزرګ شوی او یا لیونی دي.
    ممکن د سیاف منظور له پنځم ستون نه د امرالله صالح ، چریکي او تروریستی ګروپونه ، د احمدضیا مسعود، محقق ، خلیفه عطا محمد نور او دوستم ایتلاف وي چې د ګران هېواد د تباهي او تجزیی لپاره یی مټې را بېډوهلي دي. دوی ټول عملا د افغانستان د دولت ټول واک په اختیار کې لري.
    کیدای شي د سیاف مقصد مجاهدینو له مشرانو نه ټالیبان او په هغوي پورې اړوند ګروپونه وي. ځکه هغوی هم ځانو ته مجاهدین او د اسلام پتنګان وایی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *