تاند- د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله نن /پنجشنبه/ په نوي دیلي کې وویل، هیڅ هیواد د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو لپاره حدود ټاکلی نه شي.

ښاغلي عبدالله په نوي ډیلي کې د «سبا لوري ته تګ» په نوم کنفرانس ته وویل، د ګډو ګواښونو په وړاندې به د افغانستان او هند امنیتي همکارۍ دوام وکړي.

په وروستیو کې د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي په نیویارک کې ویلي و چې اسلام اباد په افغانستان کې د هند سیاسي او پوځي رول نه شي منلی.

له دې وروسته هند ته د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتیس د سفر په درشل کې هندي رسنیو وویل چې امریکا به له هنده وغواړي چې افغانستان ته پوځي ځواک ولېږي. خو د یکشنبې په ورځ د هند دفاع وزیرې له جېمز ماتیس سره په ګډه خبري غونډه کې په زغرده وویل چې هند به هیڅکله افغانستان ته پوځیان ونه لېږي.

عبدالله عبدالله په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنو ته په اشارې وویل«افغانان هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ په باره کې د ویټو حق ولري، له یوه هیواد سره اړیکې او دوستي له نورو هیوادونو سره د اړیکو د پرې کولو معنا نه لري.»

ده همداراز وویل«افغانستان به هیڅکله د سیمې کوم هیواد ته خطر پېښ نه کړي، خو که کوم هیواد له نورو هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو په وړاندې ځان ته د وېټو حق ورکړي، افغانان به اجازه ورنه کړي.»

د پاکستان صدراعظم ویلي و چې اسلام اباد په افغانستان کې د هند له اقتصادي مرستو او فعالیتونو سر ه مخالفت نه لري خو په دې هیواد کې د هند سیاسي او پوځي رول په هیڅ صورت نه شي منلی.

د افغانستان د حکومت اجرايي ريیس، چې د پانګونې په کنفرانس کې د ګډون لپاره د افغان سوداګرو او د کابینې له ګڼو غړیو سره یوځای هند ته تللی، وویل«زموږ هیله دا ده چې نور هیوادونه د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي خو ځینې هیوادونه د خپلو ګټو په تعریف کې ستونزه لري.»

ده زیاته کړه، هغوی چې د نورو هیوادونو په ناامنه کولو کې خپل هدفونه پلټي؛ باید پوی شي چې څه به ترلاسه نه کړي ځکه چې مشروع هدفونو ته د رسېدو لار په همکارۍ، ګوزارې او رغنده اړیکو کې ده.

ښاغلی عبدالله نن د هند له بهرنیو چارو وزیرې سره وکتل او ټاکل شوې ده چې د دغه هیواد له صدراعظم سره هم وویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *