د سیکارام لیکنه || 

هغه ننګرهار چې د تاریخ اتلان یې په غېږ کې ابدي دي، هغه چې بچیو یې تل د سولې ترانې بللې، او د وطن ساتنې حماسو ته یې سینې سپر دي، د ادب، علم او د نظام ټینګښت کې د ننګرهار قربانۍ او تېرېدني کم سارو بېلګو رامخته کول به یې کلیشه شي، خیر دی، که د علم، ادب او سولې زانګو ویاړ خبره د پنځو ولس یرغمل نیوونکو زورواکو کورنیو خپلسریو پيغور باندې بدله کړي.


که ځانساتي (محافظه کار) او مثبت تبعیض فکر وکاندو، همدا ننګرهاریان دی، چې علمي ډګر، حکومتولۍ، ورزش او نورو برخو کې د سرکتار کې پښتون ټبر د خوارکښ هزاره، او حاکم تاجک سره د سیالۍ ډګر ولاړ او روان دی.
خو ننګرهار هر وخت له سختو سره مخ محروم او محکوم دی، حال د ویلو لایق نه دي، کانکور کې ځپل شوي تاند استعدادونه، برېښنا ځپلي، تېرګر پاکستان توغندیو داغلې، نا انډولیو، فساد، طالب او داعش انفجار، انتحار او بمبار وحشتونه غوړولي.


ننګرهاریان بې وسه وو، چې پیغور یې ومانه، خو پر ننګرهار سخته کمه نه شوه، پر ولسوالیو خو د وحشتونو قیامتونو او ناتارونو چیغې تر اووم اسمان پورې ورسېدي، سپین روبي، ښځې او ماشومان مړو هدیرې او جنازې حساب ګران و او دی، او لا روان دی.


د بدبختیو هیولا پر جلال اباد ښار رانازله شوې ده، مخور، ځوانان، پوهان یې په ګولیو سوري سوري ووژل شول، او لاهم وژنې روانې دي، پر ننګرهار بده ورځ ولې ده؟ ننګرهاریان ملامت دي، هر چا سره یې کور – و – کلي کېږي، ننګرهار کې یې ټولو وطنوالو سره مېنه او مینه پاللې، همداسې یې د مرکز هر امر په سر سترګو منلي، څوک یې پسې اخېستي او شړلي نه دي، خیر که راغلو واکمنو د ولایت ماڼۍ غالۍ هم ور ټولې کړي، او د ګمرک خزانو او نورو لارو څخه ډکې بوجۍ وړي.


وايي د زورور وهل او د کمزوري ژړا او کنځا، څو دردمنو او زړه خوږیو ننګرهاري ځلمیو شکایتونو نیوکو لړۍ پیل شي، خو بېلګه کومه ده، چې حاکم دې د ولس غږ اورېدلي وي، حاکم پخپله لګیا دي، هم د ولس کرکټر لوبوي او هم حاکمانه اکټونه کوي.


پر ننګرهار بده ورځ ده؟ په غم دې شریک یم، چیغو، ژړاګانو نه کېږي، د پنځو یرغمل نیوونکو زورواکو کورنیو انحصار او زورواکي څخه د خلاصون چاره په کاره ده؟ راټول شي، کادرونه مو راپیدا کړي، که هېواد دننه نه وي، له دباندې یې را وغواړي، او د پلازمینې پلنو دیوالونو ترشا جلالتماب رالېږلي ښاغلي بېرته ور ولېږي، پسې واخلي يې، بدې او تیارې ورځې مو پای کېدلای شي.

فاعتبرو یااولابصار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *