تاند- ناروې د ناټو او د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د غوښتنې په ځواب کې افغانستان ته یوازې ۱۰ نور سرتېري لېږي.
د ناروې د لوکل ویبپاڼې د راپور له مخې، ناروې دا پرېکړه افغانستان ته د ناټو د سرمنشي ینس ستولتنبرګ او د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتیس له سفر سره په یو وخت وکړه.
د ناروې دفاع وزیرې د خپل هیواد له افتینپوستین ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړه چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا او د ناټو د نورو غړیو د غوښتنې په ځواب کې زیاتوي.
د سږ کال په جون کې د ناروې حکومت پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپلو ځواکونو ماموریت ته دوام ورکړي.
د افتینپوستین ورځپاڼې د راپور پر اساس ناروې حاضردمه په افغانستان کې ۵۰ سرتېري لري چې د ۲۰۱۸ تر پایه به په دغه هیواد کې وي.
د پنجشنبې په ورځ د ناروې حکومت تایید کړه چې پرېکړه یې کړې چې افغانستان ته به ۱۰ نور سرتېري ولېږي. دا پوځیان به په پلازمېنه کابل کې د ځانکړو سرتېرو د قطعې برخه وي.
د ناروی عسکر تکړه دی لس کسه د پاکستانی طاللبانو مخه په اسانه نیولی شی؟