داودجبارخیل ||

د پاکستان د پنجاب ایالت په بوري ولا سیمه کې  یو هلک چې طارق نومېږي، له داکتر دین محمد نومي  هلک سره واده وکړ.

 د سیمې خلک وايي کوم ملا چې د دغو هلکانو ترمنځ نکاح کړې هغه دې ونیول شي.

طارق وايي چې تر دې وړاندې یې له ۴ هلکانو سره نکاح کړې وه  او د مهر حق یې ۲۵ سوه روپۍ ټاکل شوی وو.

 طارق وايي چې د دې واده وروسته ډير گواښل شوى دى د سیمې خلک د  ښار محکمې ته ورغلى و چې واده غير قانوني وگرځوي، خو ښاري محکمې او پولیسو د سیمې خلکو ته جواب ورکړی.

د طارق مدافع وکیل وايي چې  واده په قانونی شکل شوی دی.
د سیمی خلک وايي په دې حیران دي چې په دې څلورو کالو کې محکمې ولې د دوی خلاف اقدام ونکړ.
په ۲۰۱۵ کال کې د پيښور یو ملک  له یو نرښځی یا هیجړا سره واده کړی و.

One thought on “په پاکستان کې هلک له هلک سره واده وکړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *