تاند – د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار امنیتي وضعه ورځ تر بلې خرابېږي او د ښار دننه په رڼا ورځ خلک وژل کیږي.
د جلال اباد یو شمېر اوسېدونکي وایي چې یوازې هغه ښاریان د امن احساس کولی شي چې پخپله یې په لاس کې ټوپک وي.
یو وخت ننګرهار او په تېره بیا جلال اباد ښار د علم او فرهنګ زانګو ګڼل کېده.
د دغه ښار یوه اوسېدونکي او د درملتون کارکوونکي چې خپل نوم یې د احمد په مستعار نامه یاد کړ، تاند ته وویل، «د مروارید ساپۍ کلینیک سره نژدې د ذاکر په نامه یوه ډاکټر کار کاوه، وسله والو زنګ ورته راوواهه او د یو لک ډالرو غوښتنه یې ترې وکړه. هغه انکار وکړ، کور ته یې ورته بم کېښود او چاودنه یې ورکړه،»
احمد زیاته کړه، «وسله والو ډاکټر ذاکر ته بیا زنګ راوواهه او پیسې یې وغوښتې هغه بیا انکار وکړ، بل ځل یې ورته کلینیک ته چاودنه ورکړه او ټپي یې کړ،»
د جلال اباد د امنیتي وضعې په هکله د تاند د دوه اونیو وړاندې وخت راپور
د دغه ښار یوه بل اوسېدونکي، جمال، د احمد خبرې تایید کړې، او ویې ویل، «د تلاشۍ چوک سره نژدې د ایوب شینواري په نامه ډاکتر ته یې زنګ راوواهه چې پیسې نه راکوې خو اوس دې خپل حال ته ګوره،»
جمال وایي، «ډاکټر ایوب په منډه له خپل کتنځي نه ووت او ورور یې چې تر څنګ درملتون کې یې کار کاوه خبر کړ چې په منډه وځي، ورور یې چې خواوشا وکتل د بانجانو یوه خلته ایښې وه، چې لاس یې ور وړ چې ویې غورځوي، ګړز یې کړ او د درملتون کارکوونکی ټوټه ټوټه شو.»
ویل کیږي چې تېره اونۍ له تلاشۍ چوک نه د یو کیلومتر په فاصله د انګورباغ په سیمه کې وسله والو په رڼا ورځ دوه پولیسان ووژل او پخپله مخه لاړل.
ښاریان وایي، چې په دغو پېښو کې د حضرت علي، ظاهر قدیر، مسلمیار، فریدون مومند، جاوېد زمان او ګلمراد په نومونو قوماندانانو وسله وال لاس لري او دا چې د دوی واک او ځواک دومره قوي دی چې یا پخپله په حکومت کې ونډه لري او یا له هغو چارواکو سره تار لري چې له بلې لارې حکومت ته ورداخلېږي.
د جلال اباد ښار د مرستون څلورلارې د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالمجید وویل، «د ظفرزي کوڅې تر څنګ سیمې ته رېنجر موټر راغلل، لارې یې بندې کړې، ویل یې تلاشي کوو، خلک یې چې ښه اخوا دې خوا کړل، لاره یې صافه کړه، بیا په موټرسایکل سپاره کسان راغلل او یو کس یې وویشت او پخپله مخه لاړل.»
په وروستیو وختونو او په ځانګړې توګه وروستۍ یوه اونۍ کې د جلال اباد ښار اوسېدونکي په ټولنیزو رسنیو له حکومت نه غواړي چې د ننګرهار ولایت او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار د امنیت د خوندیتابه لپاره ګامونه پورته کړي خو نور دومره نهیلي شوي چې وایي دغه ډول غوښتنې یې هېڅ درد نه دوا کوي ځکه چې د جلال اباد ښار د چارو واګي د یادو قوماندانانو په لاس کې دي او د هغوی چې هرکله او هرڅه زړه غواړي په ښار کې یې ترسره کوي.