د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري

تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، په درو نورو ولایتونو کې د بې پېلوټه الوتکو یا ډرون مرکزونه جوړوي.

د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري نن /شنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، له دغو الوتکو څخه به تر ډېره په کشفي چارو کې کار واخیستل شي او تراوسه پورې دغو الوتکو ته په هلمند او کندوز کې دوه مرکزونه فعال شوي دي.

ده وویل، د بې پېلوټه الوتکو د هلمند مرکز ښه نتیجه ورکړې ده.

د ښاغلي وزیري په وینا ټاکل شوې ده چې د بې پېلوټه الوتکو لپاره درې نور مرکزونه په کندهار، هرات او ننګرهار کې جوړ شي.

جنرال وزیري دا هم وویل چې د افغانستان دفاع وزارت تراوسه پورې له بې پېلوټه الوتکو څخه د بمبارۍ لپاره کارنه دی اخیستی او د دې پر ځای یې له دغو الوتکو په کشفي چارو کې ګټه اخیستې ده.

د افغانستان دفاع وزارت اوس له ۸ ډوله بې پېلوټه الوتکو په کشفي چارو کې کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *