تاند- د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ نن /یکشنبه/ وویل، د ایران د اسلامي انقلاب ساتندوی ځواک (پاسداران) په خپله خاوره کې د دېره افغان کډوالو ماشومان د سوریې جګړې ته لېږلي دي.
دا ټولنه وايي، واړه ماشومان، چې عمرونه یې ۱۴ کلونو ته رسېږي، په سوریه کې د ایران له لوري د افغانانو په قول اردو (فاطمیون) کې د سوریې د حکومتي ځواکونو په ننګه جنګېږي.
د نړیوالو قوانینو پر اساس، په پوځي لیکو کې تر ۱۵ کلونو د کشرانو ګومارل او په جګړه کې یې ګډون جنګي جنایت ګڼل کېږي.
تر دې پخوا هم په ځلونو د سوریې په جګړه کې د ایران له لوري د افغانانو د جنګولو راپورونه ورکړای شوي وو خو دا لومړی ځل دی چې یوه نړیواله بشرپاله اداره د ایران د حکومت له لوري د سوریې جنګ ته د افغان ماشومانو د لېږلو راپور ورکوي.
د بشري حقونو د څار ډلې د ایران په هدیرو کې د یو شمېر افغان ماشومانو، چې د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي، عکسونه هم خپاره کړي دي.
د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د ایراني رسنیو خپل راپورونه هم دا موضوع تاییدوي.
ایراني رسنیو لږترلږه د ۶ افغان ماشومانو، چې د سوریې په جګړه کې وژل شوي، نومونه اعلان کړي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې څېړونکو د وژل شویو ماشومانو قبرونه او پر هغو عکسونه هم موندلي دي.
دې ډلې ویلي چې ایران باید د ماشومو سرتېرو ګومارل ودروي او ټول هغه افغان ماشومان بېرته راولي چې سوریې ته یې د جګړې لپاره لېږلي دي.