په تیرو لسو یوولسو کلونو کې مو په ډېرو برخو کې  په تورو لستونو کې لومړي، دوهم او دريم ځایونه خپل کړي.  د نړۍ په کچه د نشه يي توکو په توليد او قاچاق، د اختطاف او انسان وژنې، د ميندو او نوکيو ماشومانو د مړينې او له هغې ورهاخوا د نړېوال تروريزم د مرکز او ځالې په توګه  لوړ ځایونه لرو او له بده مرغه وياړ ورباندې نه شو کولی، خو له نيکه مرغه د ګوتو په شمار داسې لاسته راوړنې لرو، چې ورباندې وياړو، یو موټی کېږو ورباندې او نړېوالو ته ښوولې شو، چې  یواځې د منفي لاسته راوړنو نه، بلکې د مثبتو او ښو لاسته راوړنو صلاحيتونه هم لرو، خو که څوک وخت راکړي او کار ته مو پرېږدي او د ویاړ خبره يې داده، چې دا مثبتې لاسته راوړنې تر ډېره د لوبو او سپورټ په برخه کې دي، چې  تنکيو ځوانانو مو خپلې خولې بهولي، شپې يې شوګير کړي او خپلو هېوادوالو ته يې مسکا ورکړې ده.

د کرکټ، تکواندو او په وروستيو کې د فوټبال( پښې لوبې) لوبغاړو نړېوالو ته وښودله، چې افغان ځوانان ښه صلاحيتونه لري او کولی شي د نړيوالو سره په دې ډګر کې سيالي وکړي.

د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د فوټبال( پښې لوبې) لوبډلې د هېواد والو پام ځان ته ور اړولی و، خو اروپايي هېوادونو ته د زده کړو او لوبو لپاره د سفرونو پر مهال د فوټبال د لوبغاړو تېښتې او ورکېدنې په افغانستان کې د فوټبال لوبې ته سخت زيان زیان ورسوه. په همدې وخت کې او لا له دې  څو کاله وړاندې مو د کرکټ لوبه تجربه کړې وه، خو د چارواکو د بې پامۍ له کبله دومره نه وه مشهوره شوې، یواځې د المپيک په فدراسيون پورې تړلې یوه برخه وه او هغه هم له پاملرنې پرته، خو  د لومړي ځل لپاره کله چې افغان لوبغاړو په جرسي کې د ډيوژن لوبې وګټلې  ځان يې ثابت کړ، نو د نړېوال پام هم ورته را ووښت، دولت هم ورته لږه ډېره توجه وکړه. د کرکټ بورډ رامنځته او د ملي لوبډلې د روزنې لپاره  هڅې زياتې شوې.

ور پسې د تکواندو په برخه کې نثار احمد بهاوي او په وروستيو کې روح الله نيکپا هم ښې لاسته راوړنې درلودې او په همدې سره په هېواد کې د لوبو سلسله جاري شوه. د تېر کال د المپيک په لوبو کې  مو  که څه هم د ګوتو په شمار لوبغاړي ليږلي وو، خو ښه يې دا وه چې آن مېرمنې هم په کې شاملې وې او په راتلونکي کې تر دې ډېره هیله ورته لرو، خو دولت او ملي اشخاص باید د لوبغاړو، لوبو او ورزش په برخه کې د مور ميرې سلوک ونه کړي او د لوبو په برخه کې باید بنسټيز کارونه وشي، ښه  او په نړیوالو سټنډرډونو معياري سټيدمونه جوړ شي. د لوبغاړو د روزنې په برخه کې کار وشي او د نړېوالو لوبو د برابرولو په برخه کې مهم ګامونه پورته شي.

تېره اونۍ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سويلي آسيا  د اتو هېوادونو تر منځ د سیاليو اتلولي خپله کړه. دا لومړی ځل دی چې افغان فوټبال لوبډله دا اتلولي خپلوي. دوه کاله وړاندې ددې لوبو اتلولي د هندوستان او شپږ کاله کېږي، چې ددې سياليو اتل پاتې شوی. د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لپاره دا ستره لاسته راوړنه وه او تر ډېره ټول افغانان په دې لاسته راوړنه خوښ دي. ددې خوښۍ یو بل لامل دا هم دی، چې تير کال په همدې سياليو کې د شکسبير سنګهـ په نوم یو لوبڅار په ناسمه توګه د افغانستان ګول ساتونکي  ته سور کارت ورکړ او له لوبې يې بهر کړ. خو د افغانستان لپاره له دې پرته هم دا سيالي ډېره اړينه وه او افغان ځوانانو په ښه جوش او ليوالتيا لوبه وکړه هر لوبغاړی د ستايلو او هره لوبه يې د ليدلو وه. په پنځه لوبو کې يې چې درې يې یو په بل پسې وګټلې څلورمه يې د مالديف سره مساوي پای ته ورسوله او له کوربه نيپاله يې نيمه پايلوه وګټله د هند سره يې هم ښه سيالي وکړه او دوه د صفر په وړاندې يې سخته ماتې ورکړه. د لوبې له ګټلو سره په ټول هېواد کې مبارکۍ پيل شوې. آن چې زورواکو خو د مرميو فايرونه هم وکړل او په کابل کې خو داسې ښکارېده، چې ګواکې بيا کومه کورنۍ جګړه روانه ده. له بده مرغه اووه تنه هېوادوال مو په کې له لاسه ورکړل او نږدې شپېته کسان ټپيان شوي  هم دي.

له دې وړاندې لا ولسمشر حامد کرزي  د فوټبال لوبډلې ګول ساتونکي منصور فقير يار ده د شل زره ډالرو انعام اعلان کړی و او ژمنه یې کړې وه چې که پايلوبه وګټي په خپله به ميدان ته د هرکلي په موخه ورځي او دا اوازې هم وې، چې هر لوبغاړي ته به يو یو کور هم ورکول کېږي. د لوبغاړود ستاينې او هڅونې لپاره ښه کار دی. خو په ټوله کې که همدمره امکانات، چې یوه لوبغاړي ته په واک کې ورکول کېږي، که په بنسټيزو چارو ولګول شي ارزښت به يې ډېر وي.

اوس که موږ نړېوالو ته خپل ځان ثابتوو، په دې به يې نه ثابتوو، چې لوبغاړو ته زرونه ډالر ورکوو،  په ټول افغانستان کې د ګوتو په شمار لوبغالي نه لرو. د غازي سټيډيم کې هم نه پوهېږم چې په کوم سبب لوبې نه کېږي که نه د پاکستان پر وړاندې لوبې ددې پر ځای چې د غازي سټيډيم کې تر سره شي ولې بهر تر سره شوې، چې د ليدونکو د ځای د کمښت سره مخ شو او نږدې وه چې هرج او مرج رامنځته کړي. د کرکټ دوه معياري لوبغالي لرو، چې هغه هم تر ډېره په نړېوالو معيارونو نه دي پوره. یواځې د غازي امان الله لوبغالی او د کابل نړيوال لوبغالی دی، چې د کورني کرکټ لوبې هم په سخته په کې تر سره کېږي، سر پنا غم يې نه دی خوړل شوی او نه هم د شپينيو لوبو لپاره امکانات لري. د سکوربورډ تختې يې خرابې دي او د ميډيا او رسنيو او لوبو خپرولو امکانات يې کم دي.  افغان سوداګر هم په دې برخه کې همکاري نه کوي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې څلور ځلې یواځې د آسيايي هېوادونو اتلولي خپله کړې. په چين کې د کېدونکي المپيک لوبو نيمه پايلوبې ته وتی او د انټرکانتيننټال لوبو اتلولي هم له ځانه سره لري. دوه ځل د نړېوالو شل اوزيرو د غوراوي سياليو له لارې دې لوبو ته رسېدلی او د نړېوالو لوبډلو سره لوبېدلي دي. د پاکستان او اسټريليا هېوادونو د لوبډلو سره چې په نړيواله کچه لوبډلې دي مخامخ شوي او د نړېوالو مبصرينو په وينا ښې لوبې يې کړي دي.

خو په دومره کچه هر کلی يې تر اوسه نه دی شوی، لکه څومره چې د فوټبال لوبډلې د ګټې سره وشو. حتا سوداګرو او ملي پانګوالو هم د فوټبال لوبډلې د هڅونې او ودې لپاره وجهي او مرستندويه صندوق جوړ کړ او غواړي له دې لارې ور سره همکاري وکړي. که همدا صندوق په ملي کچه جوړ شوی وی او د ټولو لوبو د ودې او پرمختګ لپاره ور سره مرسته کېدلی ګټه به يې ډېره وه.

په ټوله کې ګټه د افغان زورېدلي ملت ده، دا مهمه نه ده چې چا ګټه راوړې مهمه داده چې چیرته يې راوړې او د چا په نوم يې راوړې. همدې ټکي ته په پام سره  ځينې وړانديزونه:

د افغانستان ولسمشر باید نه یواځې دا چې د فوټبال لوبډلې د هڅونې لپاره کار کوي. دا چې د ځينو لوړ پوړه دولتي چارواکو په غوښتنه  لوبغاړو ته د کورونو او نقدي جايزو اعلانونه کوي او هڅوي يې. د کرکټ لوبډلې لپاره دې هم یو وياړ پرېږدي.  له هر چا وړاندې د ملي وحدت چغې وهي، خو له هر چا وړاندې د ملي درز او نفاق لپاره لاره هواروي او غواړي حتا د لوبډلو او لوبغاړو تر منځ هم توکميز او قومي مسايلو ته لمن ووهي.

ملي سوداګرو ته هم په کار ده، چې د مغرضانه کړنو لاس واخلي او د واحد او یو موټي افغانستان د پرمختګ او د ټولو لوبو د پرمختګ لپاره مرسته وکړي. دا یواځې فوټبال نه دی چې هېواد ته يې  ګټه راوړې. دوی د اتو هېوادونو ګټه یو ځل راوړې. کرکټ څلور ځله دلسو هېوادونو ګټه راوړې. د آسايي کرکټ د نړېوالې شورا اسوشييت غړيتوب يې تر لاسه کړی او له دې نورې ډېرې لاسته راوړنې لري. هغوی هم هڅونې ته اړتيا لري  او وده او پرمختګ يې په کار دی.

دسوداګرۍ خونه چې د کارکوونکو مشري يې قربان حقجو کوي او تر ډېره یواځې د رسنيو پر پرده د را ښکاره کېدو ليواله او غوښتونکی دی له موقع په استفادې په رسنيو کې د ځان ښکاره کولو په موخه سوداګر را ټول کړل او د فوټبال د پرمختګ لپاره يې د وجهي صندوق اعلان وکړ. دا ښه کار دی، خو که په ملي کچه شوی وی وا د ټولو لوبو د ودې لپاره سوداګر سره را ټول شوی وی، هم به د فوټبال برخه وی او هم به له نورو لوبو سره جفا نه وی شوی.

One thought on “د لوبو ګټې او لوبډلو سره د ميرې مور سلوک/ زرياب هوتک”
  1. Belkol za mawafiq yam zama hamda nazar woo de awali warzi na che de foot ball de team domra stayana washwa za pri khoshhalah yam magar ladena de cricket team deri baryawi rawari di la dena yee deri qahramani rawri di wali chaa de haghi domra tashweeq aw tawseef wanakar.

    Wali Karzai Lala domra be woqofi kawi

    aw da saranga Afghan di za kho de karzi pa Afghaniat ki shak wenam.

    Khudai de sakhta Jaza warta warki che Haq pa Haqdar warasi

    Ameeeeeeeennnnnnnnn

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *