تاند- د پاکستان لوی درستیز نن /یکشنبه/ په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سیمه ییز امنیت، دوه اړخیزو اړیکو، له تروریزم سره مبارزې او سولې په اړه خبرې وکړې.

ارګ وايي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او ورسره ملګري پلاوي ژمنه وکړه چې هیواد یې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې هر راز همکارۍ ته تیار دی او چمتو دی چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د میکانیزم ملاتړ وکړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستاني پلاوي همداراز ژمنه وکړه چې کاري ټیمونه به پر عملي او تطبیقي پلانونو کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *