تاند- د افغان امنیتي ځواکونو د ښو امنیتي تدابیرو له کبله د عاشورا ورځ نه یوازې په پلازمېنه کابل بلکې د هیواد په نورو برخو کې هم په امن کې تېره شوه.

په کابل ښار کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونو د جوماتونو او تکیه خانو د امنیت لپاره په کوڅو او واټونو کې ګزمه کوله او هغه کسان یې تلاشي کول چې سپېڅلو ځایونو ته تلل.

په کابل کې د جمعې په ورځ د عاشورا د ورځې په درشل کې یوې انتحاري حملې، چې امنیتي ځواکونو شنډه کړه، ۵ تنه ووژل او تر ۳۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.

درست افغانان د پیغمبر اکرم ص د لمسي حضرت امام حسین د شهادت په ورځ په یو نه یو ډول ویر کوي، ځینې خیراتونه کوي او ځینې بیا په تکیه خانو کې د سینو په وهلو خپل خپګان څرګندوي خو داعش ډله، چې له شیعه مذهبو سره ځانګړې دښمني پالي، د دې ورځې پر لمانځونکو د حملې لپاره په کمین کې ناسته ده.

ولسمشر غني په خیرخانه مېنه کې د امام زمان جومات ته لاړ، چې تېره میاشت (سپټمبر) د داعش سختدریځې ډلې پرې حمله وکړه او په لسګونو بېګناه خلک یې په وینو کې ولمبول.

ولسمشر غني د افغانانو ترمنځ مذهبي یووالی وستایه او د دې یووالي د له منځه وړلو لپاره یې د افغانستان د دښمنانو هلې ځلې ناکامې وبللې.

د کابل په لوېدیځ، په تېره بیا دشت برچي او نورو شیعه مېشتو سیمو کې د عاشورا مراسم د دې مذهب له عقایدو سره سم جوړ شول.

د سږ کال د محرم په درشل کې د افغانستان حکومت یو شمېر شیعه ګانو ته وسلې ورکړې چې کېدای شي دې کار هم د امنیت له ټینګښت سره مرسته کړې وي؛ که څه هم اندېښنې شته چې ممکن له دغو وسلو سواستفاده وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *