تاند- د ملګروملتو د همږغۍ دفتر نن /دوشنبه/ وویل، په تېره یوه میاشت کې یوازې د ۵ ولسوالیو تر ۵۰ زره زیات اوسېدونکي د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د ملګروملتو د دې ادارې له راپور سره سم، دا کسان، چې شمېر یې ۵۱ زره تنو ته رسېږي د دولت د وسله والو مخالفانو د تروریستي حملو او د حکومتي او تروریستي ډلو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې بې ځایه شوي دي.
د ملګروملتو د همږغۍ دفتر وايي، د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالي کې ۲۱ زره تنه د خپل کور- اور پرېښودو ته اړ شوي دي. ورپسې زیات کسان د دې ولسوالۍ له څنګلوري بالامرغاب څخه بې ځایه شوي چې شمېر یې ۱۴ زرو ته رسېږي.
بالامرغاب په بادغیس ولایت پورې تړلې ده. د دواړو ولسوالیو اوسېدونکي په خټه پښتانه دي.
د پکتیا ولایت پر جاني خېل ولسوالي د طالبانو د پر له پسې بریدونو له کبله هم په درېمه درجه زیات کسان بې ځایه شوي. دغه راز د پکتیکا له ګومل او د غور له تیورې څخه هم په وروستۍ یوه میاشت کې د ناامنیو له کبله په زرګونو کسان تېښتې ته مجبور شوي دي.
اکثره بې ځایه شويو کسانو څنګلورو ولسوالیو یا د ولایتونو مرکزونو ته پناه وړې ده.
د ملګروملتو د دې مرستندویې ادارې په وینا په افغانستان کې له بې ځایه شویو خلکو سره د ابتدايي مرستو لپاره ۴۱۴ ملیون ډالرو ته اړتیا ده خو دوی تراوسه پورې یوازې ۱۷۹ ملیون ډالره ټول کړي دي.