تاند- د امریکا د لاس ویګاس د موسیفۍ په کنسرت کې د ډزو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر په ځینو راپورونو کې ۵۸ تنه ښودل کېږي. خو ممکن تر دې زیات وي.

حمله کوونکی د پولیسو په ځوابي ډزو وژل شوی دی.

پولیس وايي چې حمله کوونکی یوازې و او په برید کې ورسره چا مرسته نه ده کړې، مخکې ویل شوي و چې یوه ښځه هم له حمله کونکې سره یوځای لیدل شوې او تښتېدلې ده.

په لاس ویګاس کې د پولیسو یوه چارواکي وویل چې په دې حمله کې تر ۵۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. د سیمې د روغتون ډاکتران وايي چې لږترلږه د ۱۴ ټپیانو حال نازک دی.

د پولیسو په وینا حمله کوونکی سټیون پداک نومېږي، ۶۴ کلن او د سیمې اصلي اوسېدونکی دی.

ده د (Mandalay Bay) هوټل له ۳۲ منزل څخه د فیستوال پر برخوالو، چې د هوټل مخته په سرخلاصي میدان کې راټول شوی و، ډزې وکړې.

لاس ویګاس د نوادا ایالت مرکز او د نړۍ د کازینوګانو او تفریح تر ټولو ستر مرکز دی.

دا د امریکا په تاریخ کې په ډزو د خلکو تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل کېږي.

ویدیو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *