تاند- د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي، چې د ملیونونو افغانیو په وهلو تورن شوی، نن /دوشنبه/ په ولسي جرګه کې د فساد شتون تایید کړ، خو ویې ویل چې یو پارلماني کمیسیون ګومارل شوی چې د دغو تورونو په اړه څېړنې وکړي.

ده د ولسي جرګې له غړیو وغوښتل چې په جرګه کې دننه په دې اړه بحث ونه کړي ځکه چې دا کار د هیواد په ګټه نه دی.

ابراهیمي همداراز وویل«په وروستیو څو ورځو کې په ولسي جرګه کې دننه د فساد په اړه په کافي اندازه بحثونه شوي، دا بحثونه د پارلمان نوم بدوي؛ په ټولنیزو رسنیو کې یې هم پراخې ستونزې زېږولي دي.»

کله چې د ولسي جرګې یوه غړي ډاکتر رمضان بشردوست هڅه وکړه چې د جرګې د ريیس ابراهیمي پر ضد د فساد د تورونو په اړه نظر څرګند کړي، د جرګې اداري بورډ د نوموړي خبرې په نیمايي قطع کړې.

بشردوست وویل چې په ولسي جرګه کې د فساد اندازه اسمان ته رسېږي.

بشردوست وویل«غواړم چې په مشخص ډول ووایم، کله چې یو شی فاسد (ککړ) شو، په اوبو یې مینځي، خو خطرناکه مسله دا ده چې که اوبه په خپله چټلې شي، بیا به څه کوو؟»

د بشردوست خبرې په دې پلمه پرې نښودل شوې چې ګواکي د ملي ګټو خلاف دي.

خو ډېرو استازو له دې نظر سره موافقه نه لرله چې په ولسي جرګه کې دې د فساد په اړه بحث نه کېږي او یا په دې باب بحث د ملي ګټو خلاف دی.

One thought on “ابراهیمي په ولسي جرګه کې فساد تایید کړ”
  1. shame for this elder representative, mujaheed /
    did you remember any kind corruption from KHALQ/PARCHEMs/
    are you have sensation for a poor nation?
    HONORAshrafghani sendS to parliament a minister/but you make the minister reject.
    this game for corruption/some one saying/Ashraf ghani cannot compleat
    the cabinet in one year/BECAUSE OF YOU,
    ALL PARLIAMENT MUST SEND TO JUSTICE,
    ATTORNEY GENERAL(LOYEE SARENWALL) MUST GIVE PUNISHMENT
    for any one who are involved in corruption,

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *