مسلمانان ولي خالصه دیموکراسي د یوې ټولنې لپاره خطرناکه ګڼي. ژوندی مثال یې په لاندې ډول دی:
امریکا کې سړی له سړي سره او ښځه له ښځې سره واده کولای شي. د امریکا سترې محکمې څه موده مخکې پریکړه وکړه چې نن نه وروسته د همجنس بازانو واده قانوني بڼه لري.
د یوې تازه سروې له مخې، ۵۵ سلنه امریکایان د هم جنس بازانو د ودونو پلویان دي او ۴۴ سلنه خلکو ورسره مخالفت کړی.
دلته اکثریت د یو شیطاني او غیر انساني عمل طرفداری کوي، ډیموکراسۍ کې به ورته قانوني حیثیت ورکول کیږي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ټویټر پیغام له لارې دغه پرېکړه تاریخي بللي وه. نوموړي لیکلي سترې محکمې یوه تېروتنه اصلاح کړه او اوس به موږ غوره حالاتو کې ژوند وکړو. مخکې اوباما د همجنس بازانو د ودونو مخالف و. خو پروسږ کال یې د همجنسبازۍ په پلوۍ څرګندونې وکړې.
اسلامي نظام د محض دیموکراسۍ اجازه نشي ورکولای، یعني هر څه چې اکثریت غواړي هغه دي ترسره شي. که هغه د زنا او لواطت عام کول دي، که هغه په حجاب باندې بندیز دی، که هغه په بانکونو کې د سود لازمي کول دي، که هغه واک خالص کاپیټالست یا خالص کمونست ته سپارل وي.
اسلام کې چې څه شی حرام دی، هغه کې د ولس نه رایه نه شي اخیستل کیدای. هغه شیونه چې مباح دي، هغه کې ولس خپلو منځو کې تفاهم کولای شي او کولای شي چې د رایو په اکثریت ځانته یو شی انتخاب کړي، مثلاً، کانکور امتحان څنګه واخیستل شي؟ د محصل نه فیس واخیستل شي که نه؟ په سرکونو کې موټرو لپاره د ترافیکو کوم نظام ښه دی؟ او داسې نور…
ځینې ایډیالوژیک کشمکشونه د تیوکراسۍ(Theocracy) او ډیموکراسۍ د ټکر له امله رامنځته شوي. مسلمان نه تیوکرات دی او نه ډیموکرات. د تیوکراسۍ مثال د اوروپا د تیاره دور یا پهDark Ages کې د پاپانو مطلق واک او اختیار و. یعني پاپ یا نور مذهبي مشران ځانته دا اختیار ورکوي چې په ولس باندې هر څه ومني.
د ډیموکراسۍ مثال دا دی چې هر څه چې ولس غواړي هغه دي وشي، یعني حد او حدود پکې ندي معلوم. په هر شي چې اکثریت قانع شو، هماغې دي پلي شي، او ښه مثال یې په اوروپایې او امریکایې هیوادونو کې د همجنسبازۍ د واده قانوني کول وو.
ځینې متخصصینو اسلامي نظام ته د تیوـ ډیموکراسۍ خطاب کړی، او زه هم د همدې اصطلاح سره موافق یم. مسلمان تیو – ډیموکرات دی.
تیو – ډیموکراسي مثال دا دی چې د خالق د وضع شویو اصولو په رڼا کې ولس ته اختیار ورکړل شي خو د خالق وضع شوي اصول به نه ماتوي.
شاید ځینې لوستونکو ته څه اصطلاحات ثقیل او درانه تمام شي، خو دا ښه ده چې دې اصطلاحاتو سره ځان بلد کړو او خصوصاً هغه خلکو ته خو دا ضروري ده چې ځان د اسلامي نظام داعیان ګڼي.
د تیو – ډیموکراسۍ اصطلاح ضرور نده چې هر وخت استفاده شي او شعار ترینه جوړ شي، دا باید یوازې د موضوع روښانه کولو لپاره استفاده شي، په ځانګړي ډول په علمي او تحلیلي بحثونو کې.
دوهمه خبره چې باید اشاره ورته وشوي، د ناکامو او تجربه شویو نظامونو بیا ازمویل دي، مسلمانانو ته نده پکار چې یو ځل یو شی تجربه شوی وي او ګټې او زیانونه یې جوت وي، هغه بیا تجربه کړي. مثلاً کمونیزم او کپیټالیزم دواړه تجربه شوي نظامونه دي. او دواړه په غوڅ اکثریت سره ناکام نظامونه دي. دا زه نه وایم، دا اکثره اقتصادپوهان وایې چې دا دواړه نظامونه نور ناچله دي. همدارنګه، دا مثال په خالصې ډیموکراسۍ هم د تطبیق وړ دی، د خالصې ډیموکراسۍ په رڼا کې ټولنه سالمه نشي پاتي کیدلای، نو مسلمانانو ته د دې اړتیا نشته چې له سر نه ناکام نظامونه تجربه کړي.
اکثرو خلکو ته اسلامي نظام چې قران یې پیشنهاد کوي خیالي ښکاري، هغوي دا نقد کوي چې قران یوازې نظریې (تیوریانې) وړاندې کوي.
په یو کتاب باندې نقد هغه وخت کیږي چې سهي او دقیق مطالعه شي، کله چې مونږ کتاب نه مطالعه کوو او د لیري نه دا چیغې وهو چې دا هسې خیالي نظام پیشنهاد کوي، نو دا هغه چاته چې په منطق باور لري، غیر منطقي خبره ده، او د همدې ځاي نه دا درک کیدلای شي چې دا خبره پر تعصب باندې ولاړه ده.
یوزاې د غربي میډیا په خوله چې مسلمانان ترهګر ګڼي او قران ته د تاریخ تیره کتاب خطاب کوي، ایا دا معقوله ده چې د بې دلیله تهمت له امله قران مطالعه نشي او د خپلې ټولنې د جوړښت لپاره ترینه استفاده ونه کړو؟