ډاکټر فرقان احمد توقير

ځينې له ظاهري وضعيت، څېرې، يوې نيمې خبرې او دريځونو سخت‌زړي او سخت‌دريځه ښکاري، خو په حقيقت کې تر موږ و تاسې ليبرال يا ازادخياله راوځي.

ځينې له خبرو او حرکاتو په دين او سياست کې متعصب او اورپکی مالومېږي، خو د پردې شا ته دغسې نه اوسي.

مرحوم استاد الفت وايي؛

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې لېرې کړه

نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

***

شيخ ما كاين جلوه بر محراب و منبر میکند

گر بخلوت میرود آن کار دیگر میکند

وايي په سياست کې سړی فولاد نه‌شي اوسېدای، بلکې موم به ګرځي او لکه ربړ د هر ډول کږېدا د ظرفيت په لرلو به ځان له ماتېدو ژغوري، ځکه خو تغييراو بدلون په سياست کې د بري ضمانت بلل شوی.

ما خپله له هغو ټولو ملګريو سره د پرېکون پرېکړه کړې وه چې د رحمان بابا له دغه شعره له ډاګه لګېدل؛

لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم

که خزان راباندې راشي، که بهار

رحمان بابا ته له ټول عقيدت او ګرد ارادت سره مې د ده دغه شعر نه‌شوای خوښېدای، خو له نېکه مرغه داسې کوم ملګری مې و نه‌شوای موندلای چې د رحمان بابا دغه شعر يې پر زړه چک لګولی وي، له همدې ځايه زما ټولې دوستۍ ټينګې او پر ځای دي.

ما چې ښی او کيڼ پېژندلي، بلکې که رښتيا راباندې واياست په هماغه شېبه مې له خپلو کوړاخو برېتونو ځان خلاص او سهار د کلمې په بشپړه مانا پرچمی له خوبه را کښېناستم.

کله چې د مجاهدينو له خوا پر کابل د سکربيستو قيامتونه را ټيټ شول، پاکستان ته په اوښتو پر اخوانيانو ورګډ شوم. د برېتو پر ځای مې ږيره پرېښوده، که څه هم په لومړيو کې يو څه ګرانه وه، خو چې د سيد قطب کتاب مې وژباړه، نږدې د دې ليکې سرخېل ګرځېدلی وم.

د رحمان بابا په نورو شعرونو کې د تغيير او تبديل له ظرفيت څخه په ګټې اخيستو يوه بې‌ځايه، خو مثبته لاس‌وهنه دا وه؛

هيڅ تغيير او تبديل نه لري رحمانه!

تل تر تله برقرار دی خورد ضابط

مرحوم داود خان د پوځ دغه کتلې هم د تغيير او بدلانه ورخ ورمات کړ او په يوه فرمان يې له څېرنې ټول واړه ضابطان درېيم بريدملان اعلان کړل چې په عام عرف کې «یک ټېره» بلل کېدل.

د ډاکټر نجيب الله د رژيم تر نسکورېدو چې د استاد رباني په کوڅه‌واکي کې ارګ هم تر توغندويي بريدونو لاندې شو، استاد رباني يو سر، دوه غوږه په دلکشا کې پاتې و، د بدخشان او پنجشېره جګړه‌مارو د وخته پښې سپکې کړې وې، د استاد له لاسو پښو دمه ختلې وه، ما په شا تر دلکشا لاندې د ارګ تل‌خونو ته ولېږداوه، همالته يې د هالنډ په سفارت کې د ډيپلوماټ په توګه د ټاکنې فرمان را لاسليک کړ.

د طالبانو په راتګ که څه هم سفارتونه له استاد رباني سره وو، خو ما هوښياري وکړه سياسي پنا مې واخيسته، اوس دا دی له پنځلسو کالو راهيسې د څلورو وزارتونو د سلاکار په توګه ډالري معاش اخلم.

که د تغيير او بدلون برکت نه وای، اوس به مې د قبر او هډوکيو پته هم چا نه وای موندلې.

موږ ته استاد سياف له ظاهري څېرې او دريځونو همدغسې سخت دريځه ښکارېده، موږ ويل که ځمکه اسمان لاندې باندې شي، دغه سړی به له خپلې خبرې، دريځ، مرام او شعاره يو پل هم اخوا دې خوا کوږ نه‌شي.

ده ويل که پخوانی پاچا راځي نو لکه د قربانۍ ګډوری سترګې دې تورې کړي، خو بيا يې په پغمان کې داسې پرتمينه مېلمستيا ورکړه چې د ملت بابا په څلوېښت کلنه واکمني کې نه وه ليدلې.

د هيڅ يوه تنظيم نوم دومره نه دی بدل شوی لکه ده چې د خپل تنظيم نوم اړولی دی؛ د افغانستان د ازادۍ له‌پاره اسلامي يووالی، د مجاهدينو اسلامي اتحاد، اسلامي اتحاد او اوس دعوت…

يوازې د تنظيم نوم نه، د پوهنتون نوم يې هم له الدعوت والجهاده، دعوت ته را لنډ او خپل اسم ګرامي له دريو سېلابو پنځو ته اوږد کړ.

تېر کال چې د احمد شاه مسعود په تلين کې استاد د هېواد مېشتو قومونو نومونه ياد کړل، بشير احمد تينج د جنرال دوستم تر پيغام له مخه د ده تېروتنه دا را وايستله چې ازبک نه دی، اوزبيک دی. استاد بايد بل ځل دغه غلطي تکرار نه کړي.

استاد سياف د ژبې، تاريخ، فرهنګ کوم بحث او ضد ته له اوښتو پرته دا هم و نه ويل چې عاقلان پی نقطه نګردد، بلکې په سږنۍ غونډه کې يې اوزبيک په داسې صراحت تلفظ کړ چې د تينج اووه پښته به اورېدلی وي.

د پوهنتون يوه استاد هماغه وخت په يوه ټلوېزيوني بحث کې د اوزبک پر صحت له تاريخي، قومي او فرهنګي اړخه اوږد بحث وکړ، خو استاد بې‌چون و چرا تينج ته د تغيير او تبديلي يو بل ثبوت وړاندې کړ.

سرخط ورځپاڼه

5 thoughts on “د تغيير او تحول لېوالتيا”
  1. ډیرښه مضمون ښاغلیه ! خو دومره هم باید سړی تغییراوتحول ونکړی چې دخپلې ګټې په خاطر خپل ناموس وپلوری – او دمظلوم ملت او بیت المال شته غصب او تالان کړی اوورسره دمجاهدینو په وینو سوداګری وکړی

  2. د استاد سیاف بل مهم تغییر او تحول دادی چې پښتو ژبه یې هېره کړه او دادی نن په ټول قوت او صلابت سره په خوږه درې ژبه خبرې کوي. د سقاو زوی حبیب الله ته دوه لاسي سلامي ولاړ دی،
    له پښتنو څه بود نه شول ، د خلیفه عطا ، دوستم او محقق ترڅنګ د خپل مړه شوي « پلار » احمدشاه مسعود ورونو په ملاتړ د « افغانستان د نجات » اییتلاف ملاتړ یی هم وکړ. خو پام کوئ چې د پورته ذکر شویو کسانو له جهاد نه منکر نه شئ که نه بیا به له اسلامه ووځئ.

  3. سیاف ته د مرحوم مولوي خالص شعر
    پوچ کارتوس
    ما وې چې باز دی خو ټپوس وختو
    په دووسانو کې دووس وختو
    د زړه په وينو مې روزنه ورکړه
    چې زړه ترې جوړ کړم، خو پپوس وختو
    ډېر مې ټولنه کې دروند وتللو
    اخېر کې سپک انډی د بوس وختو
    په جهادي هدف يې لوبې وکړې
    خدایږو له روس څخه چړوس وختو
    د امريکا په ډالر ونڅېده
    د خدای له مرستې نه مايوس وختو
    موږ وې د ده له بخته مخکې به ځو
    خو دی په‌خپله کې منحوس وختو
    خالص له بل چا نه ګيله نه کوي
    پوچ يې له خپل جېبه کارتوس وختو

  4. ډیره ښه لیکنه ده مننه. سیاپ د برژنسکي جهاتي پروژې کرایي ترهګر و، د اسامه استاد شو او زرهاوو عربي ترهګر یې تنظیم کړل. په جهاتي پروژه کې یې له عربو او عجمو سختې پیسې ووهلې. د ده بخت هماغه وخت د برژنسکی په الله اکبر راویښ شو، داسې جهات یې وکړ چې افغانستان په کې خاکستر شو، ولس په کې در بدر شو خو دغه منافق پرې میلیاردر شو ـ شیطان له سره وپیژنئ!

  5. جهاد افغانانو وکړ ، ګټه یی چټلستان ته ورسېده ، د سیاف په مشورو ، مسعود د کابل ښار په کنډواله بدل کړ. ځکه سیاف ورته ویلي و چې د کابل ښار ټول کورونه د ګناه له مله باید وران شي ، لوټې او خاوره یی باید لمر ووهی او بیا له سره جوړ شي. د سیاف په قول د کابل ښار د جوماتونو قبله هم دقیقه نه ده نو باید ټول وران او له سره جوړ شي. که چا نه ورسره منله او مقاومت یې وکړ باید په خپل کور کې ښخ شي.
    اوس بیا وایی که څوک ورسره موافق او هم نظری نه وي ، هغه مسلمان ندي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *