تاند- د امریکا د لاس ویګاس د یکشنبې د شپې د حملې په قربانیانو کې یو پخوانی امریکايي پوځي هم شامل دی چې په افغانستان کې جنګېدلی و.
د سمندري ځواک پخوانی سرتېری کریسټوفر رایبل یو له هغو شاوخوا شپېتو تنو څخه دی چې د لاس ویګاس د کنسرت پر برخوالو د حملې قرباني شو.
د رایبل مور نن /سې شنبه/ په فېسبوک کې لیکلي، څوک د خپل مرګ له ځایه نه خبرېږي، زوی مې له افغانستانه روغ سر راووړ خو مرګ یې دلته په قسمت کې و.
دې همداراز لیکلي«دا ورځ زما د ژوند تر ټولو ترخه ورځ ده.»
د وروستیو راپورونو له مخې، د لاس ویګاس د ماندالې بې هوټل له ۳۲ پوړه د ۶۴ کلن سټېفن پډاک په ډزو ۵۹ تنه وژل شوي او ۵۲۷ نور ژوبل دي.
د حمله کوونکي د برید انګېزه څه وه؟
پولیس وايي چې لا هم د پډاک د حملې د انګېزې په اړه څېړنې کوي.

که څه هم داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې ادعا کړې چې پډاک په وروستیو کې مسلمان شوی او له دوی سره یې ارتباط ټینګ کړی و، خو چارواکي د داعش ادعا نه تاییدوي او وايي چې داسې شواهد یې تراوسه نه دي ترلاسه کړي چې د داعش ادعا ثابته کړي.

پولیسو په هغه خونه کې چې پډاک ورڅخه ډزې وکړې، ۲۳ ماشینګڼې او توپکونه موندلي دي.
پولیس همداراز وايي چې په نیواډا ایالت کې یې د پډاک په کور کې ۱۹ وسلې او باروت موندلي دي. خو د پولیسو په تحقیقاتو کې تر دې دمه هیڅ داسې نښه نه ده موندل شوې چې له سختدریځو ډلو سره د دغه قاتل ارتباط وښيي.
په ځینو څېړنو کې ویل شوي چې ممکن پډاک سایکالوژیکي یا رواني ستونزه لرله خو دا ادعا هم تراوسه ثابته شوې نه ده.