د ملي اردو الوتکه

تاند- د افغانستان د ملي اردو یوه الوتکه نن /سې شنبه/ په دایکنډي ولایت کې له ستونزې سره مخامخ شوه.

د ملي اردو دې ترانسپورتي الوتکې ته هغه مهال ستونزه پېښه شوه چې د دایکنډي لپاره نوی والي محمود بلیغ یې دغه ولایت ته ورساوه او بېرته کابل ته د تګ په مهال له هوايي ډګره تر الوتو څو شېبې وروسته له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوه.

د بېرته کښېنستو په مهال الوتکه له الوتلار (رنوې) ووته.

په دې پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي او الوتکې ته هم زیان نه دی پېښ شوی.

محمود بلیغ د معصومې مرادي پر ځای د دایکنډي والي ټاکل شوی دی.

معصومه مرادي له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه چې والۍ وګومارل شوه، د مذهبي محافظه کارانو او سیاسي مخالفینو له سخت مخالفت سره مخامخ وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *