تاند- د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې مشر جان مکین نن /سې شنبه/ وویل، تر هغو به د دفاع وزارت لپاره د ولسمشر ډانلډ ټرمپ کاندید ونه مني چې ډاډ یې نه وي ترلاسه کړی سپینه ماڼۍ د افغانستان او عراق د جګړو په اړه خپل پلانونه له دوی سره شریکوي.

مکین دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس او لوی درستیز جوزیف ډنفورډ د کانګریس د دواړو جرګو د پوځي خدماتو کمېټو ته د افغانستان لپاره د امریکا د نوي ستراتیژۍ په اړه د توضیحاتو په خاطر وربلل شوي ول.

امریکايي رسنۍ وايي چې بحث ډېر تود و.

وروسته مکین ملټري نیوز چاینل ته وویل، د دې لپاره چې حکومت له کانګریس سره په زغرده خبرې نه کوي«موږ د پینتاګون له لوري د دفاع وزارت لپاره کاندیدانو ته د رای ورکولو بهیر ځنډوو.»

پخوا په ځانګړي ډول جان مکین پر سپینې ماڼۍ او د ټرمپ پر ادارې پر له پسې نیوکې کولې چې د افغانستان لپاره څرګنده ستراتیژي نه لري خو اوس وايي چې باید د ستراتیژۍ په اړه د کانګریس غړیو ته بشپړ معلومات ورکړل شي.

دفاع وزارت یا پینتاګون ومنله چې اوس په افغانستان کې ۱۱ زره پوځیان لري؛ حال دا چې پخوا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۴۰۰ تنو ته رسېده.

همداراز ټاکل شوې ده چې ۳ زره نور پوځیان هم افغانستان ته واستول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *