د امریکا دفاع وزیر جنرال ماتیس د سنا جرګې د فاعي کمېټې ته ځوابونه وايي

تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس نن /سې شنبه/ د خپل هیواد د سنا او استازو جرګو د پوځي خدماتو کمېټو ته د افغانستان د جګړې په اړه وویل چې په دغه هیواد کې به جنګ او پرمختګ خوا په خوا روان وي.

ده زیاته کړه، ايتلافي ځواک په وروستیو کې دښمنانو ته کلک ګوزارونه ورکړي خو له دې سره سره به جګړه لا هم د چلینج په توګه دوام وکړي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر وویل«د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملي اردو شپږ واړه قول اردوګانې په جنګي عملیاتو کې فعاله برخه اخلي.

د متیس په وینا په وروستیو څو میاشتو کې د ايتلافي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د افغان ملکیانو مرګ ژوبلې لږې شوي دي.

متیس وویل، امریکا اوس په افغانستان کې ۱۱ زره پوځیان لري؛ حال دا چې پخوا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۴۰۰ تنو ته رسېده.

همداراز ټاکل شوې ده چې ۳ زره نور پوځیان افغانستان ته واستول شي.

استماعیه غونډې ته د امریکا لوی درستیز جوزیف ډنفورډ وویل، امریکايي قوماندانانو د افغانستان په جګړه کې د ولاړ حالت د پای ته رسولو اراده کړې ده.

ده همداراز وویل چې په نوې تګلاره کې د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ ملاتړ شامل دی او د امریکايي سلاکارانو د مشورې رول به تکتیکي کچې ته لوړ کړي.

سناتور جان مکین بیا هم د افغانستان په اړه د حکومت پر پالیسۍ انتقادونه وکړل. (تفصیل)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *