تاند- د ایټالیا په روم کې یوه چینه شته چې د کال یو ملیون ډالر ورڅخه ټولېږي.

د ایټالیا د پلازمېنې روم دې چینې ته، چې تراوي (Trevi) نومېږي، ګرځندویان یا سیلانیان ډېر ځي او هغوی داسې انګېري چې که پیسې ورواچوي بیا هم د روم سیل ته تللی شي.

دوی عموماً شا چینې ته اړوي او د اوږې له سره د چینې خوا ته ماتې پیسې اچوي.

د ورځې په زرګونو سیلانیان دې چینې ته پیسې اچوي. د دوی پیسې په اوونۍ کې ۱۵ زره ډالرو او په کال کې یو ملیون ډالرو ته رسېږي.

چینې ته غورځول شوې پیسې یوه کاتولیکه خیریه ټولنه ټولوي او بیا یې محتاجو کسانو ته ورکوي.

په ۲۰۰۸ م کال په دغو پیسو یو پلورنځی جوړ شو څو پر بېوزلو خلکو ارزانه خوراکي مواد وپلوري.

دا چینه باید هره ورځ له سکو پاکه شي .

یوازې د تریوي چینه نه ده چې سیلانیان پکې پیسې اچوي، بلکې په نورو هیوادونو او ښارونو کې هم دې ته ورته چینې شته چې خلک پیسې وراچوي. د امریکا په لاس ویګاس ښار کې له یوې چینې څخه د کال ۱۲ زره ډالر ټولېږي. دا پیسې په نوبت د دغه ښار مرستندویو ټولنو ته ورکول کېږي.

د افغانستان، پاکستان او ایران په یو شمېر زیارتونو کې هم خلک په دې هیله پیسې ورکوي چې مراد یې حاصل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *