په ناټو کې د امریکا استازې

تاند- د امریکا متحد ایالتونه په ناټو کې له خپلو متحدانو غواړي چې افغانستان ته ۱۰۰۰ تنه نور پوځیان واستوي.

د  لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، په ناټو کې د امریکا نوې سفیرې نن /پنجشنبه/ وویل، دا ځواکونه د دې لپاره غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد په جګړه کې مرسته وکړي.

کې بېلي هچسن وویل، دا پوځیان به پر هغو شاوخوا ۳ زره امریکايي پوځیانو سربېره وي چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ پر اساس د افغان ځواکونو د روزنې لپاره له وړاندې د افغانستان په لور خوځېدلي دي.

هچسن وویل، امریکا غواړي چې د ناټو غړي هیوادونه به ټولټال زر پوځیان په افغانستان کې زیات کړي.

دې په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې وویل«موږ غواړو چې په ځانګړو تخصصي برخو کې زیات اغېزمن واوسو، نو موږ دا نه وایو چې مثلاً ډنمارک دې یوازې ۵۰ نور پوځیان ولېږي، بلکې موږ وایو چې ۵۰ پوځیان له ټکنالوژۍ یا د ماشینونو د ترمیمولو یا د ټانکونو د چلولو له ظرفیت سره غواړو.»

د ناټو لپاره د امریکا استازې همداراز وویل«زموږ هدف دا دی چې ژر تر ژره د روزونکو او سلاکارانو شمېر ډېر کړو.»

ټاکل شوې ده چې د ناټو د غړیو هیوادونو دفاع وزیران راتلونکې میاشت په بروکسل کې غونډه وکړي. په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر ډېرېدا ښايي د دوی د غونډې د اجنډا د سر موضوع وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *