د معمول سره سم نن جمعه:مبارکه د ۱۳۹۶هـ ل کال د تلي میاشتي ۱۴، نېټه د هلمند ادبي بهیر اوونیزه غونډه ترسره سوه، چي په یاده غونډه کي دمرکزلښکرګاه اوولسوالیو، شاعرانو، لیکوالانو او ادب مینه والو ګډون کړی وو.
د غونډي اجندا په دریو برخو، ادبي بحث، نثرونو او نظمونو ویشل سوې وه.
یاد ادبي بنډار، د محمد ولي (شکیب) لخوا د قرانکريم دڅومبارکو آیتونو په تلاوت پيل سوه.
په ننني ادبي بحث کي، لیکوال اوشاعر لالاخان (خروټي) دادیب پېژندني په اړه لڼډي څرکندوني وکړي.
ادیب پېژندنه
ادیب هغه شخص یا چاته ویل کیږي، چي د ادبي اثارو لوستنه او لیکنه ترسره کوي.
یا په بله وینا هغه څوک چي د ادبي پوهنو سره برابره د نثر او نظم په لیکلو، ویلو او څېړنیزو کارونو کي لوی لاس ولري د ادیب په نامه یادیږي.
هغه څوک چي د ادب په مختلفو برخو کي قلم چلوي ورته ادیب ویلای سوو، څرنګه چي ادب د انساني ژوند پراخي تجریبې او د ټولنیز ژوندانه اړخونه راپېژني، د نورو علومو څخه يې ژبه جلا، خوږه، په زړه پوري د احساس، عاطفې او خیال په غم کي رنګېدلی وي، انساني کړه وړه انځوروی، چي البته دغه انځوروني بیا د هر ادیب له خپل نظره، ذوق او سبک سره تړاو ولري.
د هر ادیب ژبه، سبک او له ټولني څخه اخیستنه او خیال سره توپير لري. که په ټولیز ډول ووایو، چي ادیب هم د هنري پدیدو ایجادونکی، پلټونکی او څېړونکي دی. د ولس په ژبه په ټولنه کي هغه کس ته هم ادیب ویل کیږي، چي په ښو خویونو، اخلاقو ښو کړو وړو سره منل سوی وي او په مذهب پوه او ځیرک وي.
دوهمه برخه کي: د نثر ویلو لړۍ پیل سوه، چي محمد جمعه حيران د (د هلو او بلې) تر سرليک لاندي خندونکی طنزيه نثر، او نورو لیکوالانو لخوا ادبي ټوټې او لنډي کیسې وړاندي سوې.
همدا ډول ددې ادبي بنډار درېيمه او وروستۍ برخه چي غزلونو او نظمونو ته ځانګړې سوې وه، د ټولو شاعرانو له خوا په خپل وار چمتو سوي غزلونه او نظمونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول.
د یادولو ده چي په نننۍ مشاعره کي د هلمند خوږ اوازه نعت ویونکو محمد ولي شکیب او محمد رفېع بختیار څو شېبې د غونډي ګډونوال د ترنم په ټال وځنګول.
غونډه په دعایه وینا پای ته ورسېدل.
دهلمند ادبي بهیر رسنیزه څانګه.