تېره اوونۍ د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د پاکستاني لوړپوړو نظامي چارواکو د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره وکتل.

دغه سفر داسې مهال وشو، چې له یوې خوا څه باندې يوه مياشت وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوېلي آسیا او په تېره بیا افغانستان په تړاو خپله بهرنۍ تګلاره روښانه کړه او له بلې خوا د کابل–اسلام‌آباد اړیکې د ملي یووالي حکومت د پيل په پرتله ترېینګلې، د بې­باوريو ښکار او سړې دي.

دا چې د پاکستان د لوی درستیز سفر له ځان سره څه لري؟ او په ټول کې به دا ډول سفرونه د کابل پر هیلو راوخېژي کنه؟ دلته يې په اړه شننه لولئ.

کابل-اسلام­آباد اړیکې؛ له بې­باوریو ډکې

د افغانستان او پاکستان د دوه‌اړخیزو اړیکو پیل رغند نه و. له همدې کبله ده، چې په تېرو اوو لسیزو کې د دواړو هېوادونو اړیکې تر ډېره د بې­باوریو ښکار وې. که څه هم افغانستان په پیل کې، د خپلې خاورې له کبله، په ملګرو ملتونو کې پاکستان په رسمیت ونه پېژانده او په رسمي توګه د ډیورنډ کرښې د نه منلو قضیه تر ننه راغځېدلې ده؛ خو بیا یې هم، ان د پاکستان د نه منلو پرمهال د ملګرو ملتونو پر سټيج وروستۍ خبره د خیبر پښتونخوا پښتنو ته پرېښوده. همدا لامل و، چې له هند سره د پاکستان د دوو جګړو پرمهال هم، افغانستان له پاکستان سره له ژورو اختلافاتو سره سره ناپېیلی پاتې شو.

د پاکستان د تېرو اوو لسیزو افغان تګلاره له دې وېرې او اندېښنې خړوبېږي، چې یو راپورته کېدونکی، پیاوړی او ځواکمن افغانستان پاکستان ته ګواښ دی. له همدې کبله پاکستان په افغانستان کې د ستراتېژيک عمق په لټه کې دی، ترڅو دغه وېره او اندېښنې له هند سره د افغانستان د اېتلاف له جوړېدو سره خنثی کړي. ځکه نو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د بې­باوریو اصلي لامل له وخته مخکې د اسلام‌اباد اندېښنې او وېرې دي.

کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر

که څه هم له دې وړاندې د بارک اوباما په دوره کې هم، د پاکستان او امریکا اړیکې په دوو وختونو کې ډېرې ترېینګلې شوې. لومړی هغه مهال، چې کله امریکا په پاکستان کې د اسامه بن لادن پرضد عملیات وکړل. دویم، چې کله امریکايي ځواکونو د سلالې پر پوسته برید وکړ او پاکستاني پوځيان یې پکې ووژل. پاکستان په غبرګون کې ترڅو میاشتو پورې د ناټو اکمالاتي لاره وتړله؛ خو د ټرمپ له راتګ سره پر پاکستان فشارونه زیات شوي دي. له همدې امله پاکستان د ټرمپ له واک ته رسېدو سره، په سیمه کې نور ځان د امریکايي اېتلاف برخه نه ګڼي او د امریکا ځای ډکولو لپاره یې له چین او روسیې سره خپلې اړيکې نورې هم غځولې دي.

له بلې خوا که څه هم، پاکستان تر ډېره بريده په خپله خاوره کې د داسې وسله‌والو ډلو شتون ردوي، چې په نورو هېوادونو کې فعاليت ولري؛ خو تېره مياشت د برېکس سازمان، چې د پاکستان ستراتېژيک ملګری چين يې مهم غړی دی، په یوه بې­ساري سیاست کې په پاکستان کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې ترڅنګ د جیش محمد او لشکر طیبه ډلو فعاليت وغانده او په دې توګه ورو ورو پر پاکستان نړیوال فشارونه د زياتېدو په لور روان دي.

پر پاکستان د وروستيو فشارونو له کبله ده، چې کابل ته د دغه هېواد د لوی درستيز سفر لاندې موخې لرلې:

لومړی؛ کابل ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر یوه موخه دا وه، چې تر څه حده پر پاکستان زیاتېدونکي نړیوال فشارونه راکم کړي.

دویم؛ د ټرمپ د نوې تګلارې له مخې په افغانستان کې د هند د رول پر زیاتولو ټینګار شوی. ښايي د پاکستاني نظامیانو یوه موخه به دا هم وي، چې د پاکستان او په تېره بیا د نظامیانو اندېښنې له افغان چارواکو سره شریکې کړي.

درېیم؛ دغه سفر به شاید د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بندیانو تبادلې ته لاره هواره کړي او که ممکنه وه، نو په دویم قدم کې بيا د سولې د خبرو اترو بیا پیلولو ته. 

له اسلام‌آباد څخه د کابل هیلې

افغان حکومت په خپله اعلامیه او په پاکستان کې افغان سفیر په خپله ټویټرپاڼه کې له دغه سفر او د غونډې له جریانه هرکلی کړی دی. افغان حکومت دا سفر او کتنه «رغوونکې» ګڼلې ده. دغه سفر په ټوليز ډول درې لاسته­راوړنې لرلې:

لومړی؛ د کابل-اسلام­آباد د سړو اړیکو کنګل یې مات کړ.

دویم؛ پر پاکستان به د نړیوالو فشارونو د راکمولو په برخه کې مرستندوی واقع شي.

درېیم؛ په بېلابېلو برخو کې یې د همکارۍ زیاتولو په تړاو یو سیستماتیک نظم ته لاره هواره کړه.

له دې سره سره به د افغان حکومت هیلې تر ډېره د پاکستان له­خوا د عملي ګامونو پورته کول وي؛ ځکه کابل په تېرو درېیو کلونو کې د اسلام‌آباد له­خوا ډېرې تودې ژمنې ترلاسه کړې دي او بيا همېشه د اړیکو د خرابېدو یو عمده لامل هم دا و، چې د پاکستان ډېری ژمنو د عمل جامه نه ده اغوستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *