(دا ليکنه مې په دانش فرهنګي فرهنګي مرکز کې د څلورو شاعرانو د شعري ټولګو (لکه د زاڼو الوتل غواړمه/ سيد شاه سعود، سړی په رنګ نه سړی کيږي/ عمر دراز مروت، زه او هغه/ ذبيح الله احساس او څو ژونده مزل/ راشد خټک) د مخکتنې غونډې ته کړې وه.) لیکوال

په فوکلوريکو رواياتو کې راځي چې کله د پښتنو خاورې ته اسلام راته، نو د سيمې خلکو يې په ډېرې سختۍ دين ومانه. د جګړې جنګيالي په ستنېدو خپل قومندان ته ورغلل او ورته يې له دې خلکو شکايت وکړ. دوی خپل مشر ته کړل: د سيمې نورو وګړو په ډېرې آسانۍ اسلام قبول کړ، خو يو دا خلک وو چې سرسخته مبارزه يې وکړه او د بلې عقيدې منلو ته تيار نه وو. جنګياليو له خپل مشر څخه د دې سيمې د خلکو په اړه نظر غوښت خو له قومندان څخه يې د طمعې خلاف څه واورېدل. هغه کړل: دا تر هغو نورو ښه او غوره دي. لکه څرنګه چې يې اسلام په سختۍ ومانه او پر خپلې پخوانۍ عقيدې کلک وو، دغسې به اسلام هم په آسانۍ نه پرېږدي.

د پښتنو په اړه مشهوره ده چې سرزوري، کلک‌عزمي، تورزن، سرتمبه، غيرتي، پر شخصي ننګ ولاړ او د مېړانې خلک دي. جذبه، جنون، جان‌ فدايي او جبرکُشي د دوی مشهوره اوصاف دي. د تاريخي مخينې په لحاظ هم ډېر زوړ قوم ګڼل کيږي. د سيمې حياتي او ژور انقلابونه همدوی راوستي دي. خپل سيالان او حريفان يې همېشه څملولي. لوږه او نهره يې زغملې، خو چا ته يې د بې‌ننګۍ رکوع نه ده کړې. خپل کور او ورور يې را نسکور کړي، خو دين او ملا يې په غېږه کې نيولي دي. د سر په بدل کې يې د خپل ناموس دفاع کړې. د وطن په لاره کې د پښتني ککريو د لوګېدو کيسې هم کمې نه دي.

له تاريخه راپاتې د پښتو شاعرۍ لومړي شعر سرا، امير کروړ به ځان د خپل دور شاه او شېر باله. دا حماسه يې نن هم د فاتحانو او سرخرويانو د ژبو زمزمې وي چې:

زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته

بل په کابل نسته او بل په زابل نسته

پېړۍ را وروسته عمردراز مروت صيب هم د يار د سترګو  او د پښتون فطرت تعريف داسې وکړ:

لکه په جنګ کې جنګيالي پښتانه

خونکارو سترګو يې باڼه داسې و

ځان سره سيال يې بېخي څوک نه مانه

خوی له ازل د پښتانه داسې و

زموږ د پخواني او معاصر ادب يوه غوښنه برخه، د پښتنو حماسه جوړوي. تر ننه داسې ليکوال او شاعران کم نه لرو چې پر مېرمنې د پښتانه مټ اړولو ته نارينتوب وايي. پښتون که له خپل تربوره انتقام نه اخلي، کم‌اصل او ډارن باله شي. که يې د مړي په بدل کې د قاتل له کورنۍ جينۍ په بدو کې رانه وسته، د خپل مړي روح يې ورته نا آرامه ښوول کيږي. موږ ته د خپل ادب هغه برخه خوند راکوي چې ور کې زموږ زړورتيا ستايل شوې وي. موږ په کې اتلان او ښاغلي انځور شوي يو. فکر کوو چې که ځان ته عظيم ولس او باتور ملت ونه وايو، توهين به مو شوی وي. حق ناحقه د پښتني عاداتو، رواجونو او خصلتونو صفت پر يوې فکري کليشې اوښتی. خو له ښه مرغه، نن چې د کومو څلورو مايه‌نازو شاعرانو د قدردانۍ محفل کې را ټول يو، فکرونه يې د ماضي پر زړو کليشو او وچو احساساتو تکيه نه دي. ښه کار ته يې داد ورکوي او له بدو يې کرکه کوي.

د بلخ احساس چې خپل خړ مخی سپين سپېڅلی پښتون ورور سينې ته ور جوخت کړي، نو خدای ته په سجده شي:

شکر نن مې پښتانه ته غاړه ورکړه

غيرتي شوم، ما خو غره ته غاړه ورکړه

خو راشد خټک چې په پښتانه کې له جګړو سره تمايل او مينه ويني، او بيا دا ويني چې د رزمونو دا ازلي قام له جنګه نه اوړي، مجبوره شي چې خبره قضا او تقدير ته واړوي. دوی په قسمت وسپاري او په خپله های افسوس وکړي:

وېش چې د جنګونو، د وېرونو وه

برخه د پښتون په کې ښه ډېره وه

نور به د ژوندون په هکله څه وايم

زه چې خبرېدمه، کيسه تېره وه

شاه سعود يې له ښېګړو او اوصاف حسنه هم سترګې نه پټوي. پښتون چې غيرتي و، پر يوې پښتنې او تور سرې ورته لاس پورته کول، غټه بې ننګي برېښېده. خو يو د دې دور پښتون دی چې ښځه يې په محضرعام کې بې ستره کړه. کاش چې د لاس پورته کولو ننګ يې کړی وای خو د پتۍ او شرمندګۍ دا شرمېدلې نخرې يې نه وای کړې. په هنري کلمو کې د سعود دا طعنه هم حد کمال کوي:

سرونه ځار کړي پښتانه سعوده

بنګړي په لاس کې د چا نه ماتوي

ذبيح الله بلخي ښايي د خپلې سيمې له يو شمېر پښتنو ناراضه دی. په (زه او هغه) کې يو ځای يې ترې زړه ښه په کلکه موړ دی:

آباد په دغه کلي کې بې وسه پښتانه

هر څه لري خو هېڅ نه کړي، بې وسه پښتانه

بس هر سېلاب له ځان سره اخېستي درېغه درېغه

زده کړی دی ژوندون له خار و خسه پښتانه

عادت د بلې ژبې د کټوې په خوړو دي

دا ځينې تش وجود او بې نفسه پښتانه

او چې د پښتانه ناپسند کمالونه، شرپسندي، خودي، کرکه او انانيت يې ليدلی، جذبه يې لبرېزه شوې ده او د بېټ نيکه پر دعا يې زړور اعتراض کړی دی:

بېټ نيکه په کوم احساس وه دعا کړې؟

اوس تر ما يې لټوه له ها کروړه!

شاه سعود که په ورځو ورځو وږی وي، څه کيسه نه ده؛ خو که چا په ترخه خبره کې تاوه مړۍ ورکړه، بيا ورته پښتون شي:

لوږه مې نه وژني، پښتو مې وژني

ستا د ډوډۍ تراخه زغملی نه شي

عمردراز صيب له خپل يار سره په راز او نياز کې هم ګيلې کوي او هم په ګپ ګپ کې ورته د پښتون په حقيقي پېژندنې سر دی:

څوک لکه ته؛ ډېرې مستۍ نه پښې په ځمکه نه ږدي

څوک لکه زه؛ خپلې پښتو او بې وسي خوړلي

موږه د حال او مستقبل په کيسې سوچ نه کوو

موږه بې علمه پښتانه يو، تل ماضي خوړلي

موږه په چا نه ږدوو لاس، عمردراز مروته

موږ يو د خپل ښه سړيتوب، خپلې راستي خوړلي

د اوسني دور له تهذيب او تمدنه د شاته پاتې پښتون د ناکامۍ يوازينۍ دليل، د ده ناراستي، ټنبلي او بې‌کاره توب دی. پښې يې غزولي او قيامت ته په طمع دی. راشد خټک چې اوس اوس يې څو ژونده مزل کړی، دا په وزګارۍ کې فنا مخلوق ورته خورا لټ او وروسته‌پاتې ښکاري. که څوک ترې د پښتنو د نامه تعريف غواړي، دی يې ښه معرفي کوي:

مرګ ته يې مخ، ژوند ته يې شا کړې ده

دې خلکو ته خلک پښتانه وايي

يا په بله اصطلاح:

د مرګ په کلي کې دېره پښتانه

د ژوندانه کارونه نه زده کوي

همدا اوس که هزاره، تاجک، ازبک يا پنجابی راته پېغور راکوي چې جګړه له پښتنو را پيدا ده يا پښتانه جګړه‌خوښي دي، ډېر سخت به غوسه يو او يا ورته ممکن د خپلې اصلي پښتونولۍ موډ ته واوړو، خو حقيقت همدا دی چې جګړه موږ وروزله او بېرته يې موږ وخوړو. دا هم سمه ده چې تيلی د بل چا و، خو دا هم ناقابل ترديد ده چې اور بلوونکې ګوتې پښتنې وې. غير پوهېدل چې د کفر او ايمان په مسله کې يوازې پښتون ډېر Sensitive  يا حساس دی. موضوع يې دا را مخته کړه او کارونه يې نور پرې وکړل. نتيجه کې قتل پښتون شو او بر سر اقتدار نور. او بيا جګړې را ځنې هر څه لوټ کړل موږ يې يوازې تماشه کوله. اوس پښتون ترهګر هم دی، قاتل هم دی او د وطن د بربادۍ اصلي عامل هم. اوس يوازې د پر ډېروالي وچ غرور راپاتې دی، اصلي لوبه له بل چا سره ده او هغه د بېکسيار صيب خبره چې:

پښتانه دې، دې ته ناست وي چې موږ ډېر يو

کار د يو، کردار د بل، غورځنګ د بل چا

يا د احساس صيب دا بيت چې:

څومره پښتانه، څومره يې کلي دي

دومره ويده شوي، دومره غلي دي

او چې خدای بښلي اجمل خټک صيب له تربګنۍ او جګړو سره د پښتنو لېونۍ مينه ليده، نو بيا به يې د جنتي پښتنو آخرت ته سودا وه:

د پښتون زړه به جنت کې څومره تنګ وي

چې نه توره، نه تربور شته، نه ګوزار

په هر صورت؛ جګړو موږ وخوړو، ويې زبېښلو او هر څه يې را کې مات کړل. ذبيح الله احساس مني چې قاتل او مقتول دواړه موږ يو خو اصلي قصور وار خپل راهنما ګڼي:

يو ملا توره په لاس منبر کې ناست دی

ده له موږه د مذهب مفهوم اخېستی

توره زموږ ده، تويېدونکې وينه زموږ ده

جنګ له موږ د هر سبب مفهوم اخېستی

خو سعود د نن په پرتله، د سبا په اندېښنه کې ډېر دی. دی خپل حال د هغه بدنصيبه ګڼي چې جګړې ترې ټول ارزښتونه لوټ کړي دي. دی دې ته اندېښمن دی چې جګړې به سبا ورځنې هر څه تالا کړي وي او د پښتون د نامې هويت او اصليت به ترې محو جنګ وي. او يا په اصطلاح، سر به يې نه وي او… ته به يې د چا ژړا نه راځي:

جنګ نه پسته به چا څنګه پېژندلمه سعوده

نور وجود مې سلامت و، مګر سر مې په کې نه و

مروت صيب خپل سر خوړلي شمېري خو اوس چې هر څومره له جګړې تښتي، جګړه يې لمنه نه پرېږدي:

د قام د سر خوړلو مو هېڅ شمار نه و معلوم

خازې وې او خازو پسې خازې وې خونړۍ

پښتون يم، بدبختۍ راسره جنګ فساد تړلي

نفرت که مې له جنګ دی، لا دغسې راپسې دی

خو خټک دې ته په سوچ کې دی چې بوره بدنامه پښتون به تر څو د ملامتۍ او د خپلو خاموشه مرګونو ملا ماتوونکي پنډونه وړي:

نوم د خپل قاتل هم اوس په ډاګه اخېستی نه شي

پټه خوله قتليږي، پښتانه خبرې نه کوي

پښتون چې را پاڅي، له نورو په شکايت سر شي. خپل د کورنۍ جګړې ذمه‌وار هم بل ګڼي او د بهرنۍ هغې قصور يې هم بل وي. خو غيرتي پښتون ته په دې خبره ذرې قدرې هم ننګ ورنغی چې څنګه بل چا په کې د جګړې اور بل کړ؟ معقول وي او که غير معقول، دی به دليل‌تراشي کوي، خو نه يې دي اورېدلي چې دغسې حالت کې (عذر بدتر از ګناه). په دغسې يوه اکر کې رښتيا ويل هم ګران شي. اصل کې يا خو د نورو پر پياوړتیا اعتراف نه شي کړی او يا يې سرونه په خپلو تورو غوڅ دي. لايق صيب وايي:

د خوشحال خټک په څېر لېونی نه یم
چی تقصیر د خپلو ماتو پر مغل ږدي
د پښتون ورمېږ په خپله توره غوڅ دی
بېهوده د خون تورونه په بل بل ږدي
د لودي تاج پښتنو په بابر کېښود
په غلطه پر هغه تور د درغل ږدي

دغه شان ځينې اعترافات مروت صيب هم  کړي دي. دی مني چې پښتون د ځان قاتل، خپل د عزت دښمن، د خپلې شتمنۍ لوټمار او د عقل دښمن دی او چې تر څو دی؛ بس دی ترې بېزار دی:

چې خپل عزت ته د دولت په سر تيلی ورکوي

دې مغل خويه پښتانه سره مې روغه نه ده

کاڼي چې وولي بېرته بيا يې په خپل سر پرېوزي

دغه په غبرګو له ړانده سره مې روغه نه ده

يو بل ځای، بل اعتراف کوي:

تاريخ ګواه دی، په دروغو دليل نه درکوم

موږ پښتنو تل د پردو لپاره جنګ کړی دی

يو حقيقت خو دا دی چې د پښتنو له ښوونځي، زده‌کړې، ترقۍ، مينې او ژوند سره ورانه ده. د دې په خلاف له ټوپک او تربګنۍ سره يې سخته روغه ده. بل حقيقت دا دی چې دې زهرجنې مينې يې هدیرې په خپلو ځوانانو ور ډکې کړې. که تر اوسه يې ورته پام نه دی او يا د عصر له تقاضو خبر نه دي، سيد شاه سعود يې ورته وايي:

چا چې پښتو پالله تشه په ټوپک سعوده

نن يې له کوره د ځوانانو جنازې ووتې

د يوې ډېرې لرې سيمې د يوه مخور د خولې خبره ده چې د دوو کورنيو بدي په دې خبره را پيدا شوه چې يوه کره مړی شوی  او د جومات د جنازې په اعلان کې يې د دې بل نوم د خپلوانو په توګه نه و راوستی. پښتانه په نه خبره مړي کوي، ډله‌ييز مرګونه کوي، د نجونو پلونه ور وداغي، په ژوندوني ځانونه ورکوي او ډېر نور نا ويلي په وچ غيرت او بې ځايه ننګ کوي او د سعود صيب خبره چې په بحث به ارزي نه:

هسې لاړله پښتو شوله، غيرت پرې مړي وکړل

دا خبره چې رښتيا وي، رښتيا هم څه دومره نه وه

پښتون په خپلو اصلي کارونو کې ښه تکړه دی خو چې د کار او کسب وخت شي، لپې يې په هوا شي، يا دعا شي يا ښېرا. نو د راشد خټک صيب خو حق دی چې ورته لټ او ټمبل ووايي:

نوره يې هېڅ له لاسه نه دي پوره

تش په ښېرو او په دعا عادت دي

پخوا چې به د پښتون دېره د رباب په ترنګ او د موسيقۍ په شرنګ ګرمه وه، له خدايي ارشاداتو بغاوت ته يې وخت نه پيدا کاوه. خو اوس چې يې زړه د خدای د بنده له وېرې په لړزه دی، له هېڅ ناروا لاس په سر نه دی:

له خدايه کم، له ملا زيات وېريږي

زلمي حجره کې ټنګ ټکور نه کوي

ذبيح الله چې فطرت يې تکيه پر ژورو احساساتو دی او بيا يې د لبرېزې پيمانې د بيان ژبه هم لري، د پښتون‌وژنې روان بهير لکه فلم او ځان ورته د فلم ناکام هلک ښکاري. په يوه لنډکي شعر کې د دې  زړه‌قلموونکې نظارې انځورګري داسې کوي:

کرکټر…

لکه فلم کې چې کار کړم

کرکټر يم

بس شېبه شېبه تمثيل ته مجبورېږم

خو يې خپله ليدی نه شم

چې زه مړ شم

نندارې ته وړاندې کيږي.

پښتون تاريخ چې تر ننه پرې د ابهاماتو ګردونه پرېوتي او د زمانو غورځو پرځو يې تر شا هېڅ کره لاسوند نه دی پرېښی، د خواشينۍ خبره ده. قيس عبدالرشيد چې په تاريخونو کې د پښتنو افسانوي پلار ګڼل کيږي، څوک يې په بني اسراييلو او يهودو تپي او څوک يې د حضور اکرم ص پښتون صحابي ګڼي، خو لنډه خبره دا ده چې د پښتنو د ځای ځايګي او اصل او نسب په اړه يوه خوله او کره ثبوت نشته. مروت صيب چې د پښتون ورک تاريخ ګوري او بيا يې دا غټې دعوې اوري، نو د خپل محبوب بې خونده او نامعلومه يارانه د پښتنو له تاريخ سره تشبه کوي چې پيل او پای يې دواړه ورک دي:

د ستا ياري هم د پښتون تاريخ دی، سن نه لري

چا ته به څه وايې چې ما هم يارانه کړې ده!؟

وروستۍ دا چې پښتون په رښتينې معنا د سړيتوب، رښتيني ننګ، انسانيت، مېلمه‌پالنې او شرافت نوم دی. موږ که د پښتنو پر اسلافو نازېږو، دا مو حق دی. هغوی وو د کار خلک. خو کار په دې په کار دی چې اوسنی نسل څنګه د پخوانو هغو د کردار او عمل ممثلين کړو. تر دې ښه به لا دا وي چې د اوسني عصر د تعليم او ټکنالوژۍ په تقاضو او غوښتنو پسې روان شو. تربګني او بې ځايه غيرت تارېخ تېره نسخې دي. پښتون ته خپل پخوانی برم بيا تازه کول غواړي. مرګونه يې د روانې تراژيدې ډرامي د پای ته رسولو علاج نه شي کېدی. غټه توره به دا وي چې د قوميت له تنګې دايرې راووځي او د ژوند چلونه زده کړي. پښتون به هله عظيم قام شي چې د خټک په څېر يو نر د ژوند جلادانو پسې راپاڅي او ورته ووايي چې:

ملا جانه خپله ورشه! په ما خوشې خواري مه کړه

ژوند په خپله لوی جهاد دی، د مرګي سنګر ته نه ځم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *