کیپتان محمد فدر/ د نوازشریف زوم

تاند- د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف زوم، له نیول کېدو لږ وروسته بېرته پرېښوول شو.

د پاکستان د کابینې یوه غړي طلال چودري وویل، د نوازشریف زوم محمد صفدر نن (دوشنبه) د اسلام اباد په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شو چې تازه له لندن څخه راستون شوی و.

نوموړی څو ساعته مخکې تر دې ونیول شو چې ټاکل شوې وه صفدر او مېرمن یې مریم نواز یوې محکمې ته حاضر شي څو د فساد په اړه تورونو ته ځواب ووايي. مریم نواز نیول شوې نه ده او څو ساعته وروسته له دې محکمې ته حاضره شوه چې خاوند یې ونیول شو.

تمه کېده چې فساد ضد محکمه به د نوازشریف په اړه خپل حکم نن اعلان کړي.

کیپتان محمد صفدر له نیول کېدو څو ساعته وروسته خوشي کړای شو.

محکمې د صفدر د نیولو او محبس ته د لېږلو په اړه د پاکستان د تحقیقاتي ادارې غوښتنه رد کړه او نوموړی یې په ضمانت خوشي کړ.

نوازشریف، دوه زامن یې، لور یې مریم نواز او زوم یې محمد صفدر وروسته له دې په فساد تورن شول چې د پاناما اسناد افشا شول.

تېر کال په پاناما کې د نړۍ د یو شمېر نورو سیاستوالو پټې شتمنۍ هم افشا شوې او په ډېرو هیوادونو کې یې جنجالونه وپارول.

په دغو اسنادو کې څرګنده شوه چې نوازشریف او د کورنۍ غړي یې له پاکستانه دباندې نا ثبت شوې پټه شتمني لري.

نوازشریف د سږ کال په جولای کې د همدغو تورونو په خاطر د صدارت له چوکۍ لېري شو.

د نوازشریف زوم محمد صفدر، چې نن ونیول شو. د پاکستان د پارلمان غړی دی.

د ده د نیول کېدو په تلویزیوني تصویرونو کې د نوازشریف د مسلم لیګ ګوند یو شمېر غړي لیدل کېږي چې هڅه کوي د ښاغلي صفدر د سپرلۍ موټر هوايي ډګر ته نژدې ودروي.

د پاکستان د مرکزي حکومت یوه وزیر خواجه سعد رفیقي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې محمد صفدر د نیول کېدو په مهال هیڅ راز مقاومت او مخالفت نه دی کړی، خو د مسلم لیګ نون ډله د نوموړي پر نیونې انتقادونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *