بریا او ماتې زموږ د فکرونو د څرنګوالي پايلې دي. که مو فکر په منفي موضوعاتو بوخت شو، ژوند مو منفي لوري ته او که په مثبتو مسايلو باندې بوخت شو نو  ژوند مو مثبت لوري ته سوق کېږي. لومړی باید د ټولو چلندونو، فکرونو او تصمیمونو مسوولیت چې پر غاړه یې لرو، ومنو او د دې لپاره چې خپلې نيمګړتیاوې جبران کړو بايد خپل فکرونه بدل کړو، داسې چې:

۱- مثبت فکر کول مو باید د بدبینیو او شکایتونو مخه ونیسي.

۲- د کینې او حسادت پر ځای باید په ژوند کې مینې او بښنې ته ځای ورکړو.

۳- د تنګ نظرۍ پر ځای د خدای په لوی نظام کې فکر وکړو او ورسره سم خپل فکرونه هم پراخه کړو.

۴- د خپلو شتو له امله د خدای شکر ادا کړو او له ناشکرۍ ځان وساتو؛ ځکه خدای پاک فرمایي، چې هېڅکله هم د نعمتونو کفران مه کوئ، بلکې زما په نعمتونو شکر وباسئ، څو لا ډېر نعمتونه درکړم.

۵- خلکو ته مينه ورکړئ، پر شونډو مو بايد تل موسکا خوره وي، داسې چې په ليدو مو نور خلک هم خوشاله شي.

مه هېروئ چې، نيمه نړۍ زموږ د افکارو په تل کې پرته ده. که دغه حقيقت درک کړو نو پر نيمه نړۍ به واکمني پيل کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *