د یکشنبې ورځ د اکتوبر په اتمه لندن میشتی لیکوال، شاعران او د فرهنګ مینه وال بیا سره راټول شوی وواو د تیر په څیر ېې بیا خپلې هستونې د شعر، او نثر په بڼه یوبل ته واورول.

د غونډې کوربه په لندن کې د افغان سفارت د ایلینګ څانګې ودانۍ وه او د سفارت د نورو استازو تر څنګ دا ځل پخپله د دغه سفارت سفیر ښاغلی سیدطیب جواد هم برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې لیکوال عبدالوکیل سوله مل د لندن افغان ادبی بهیر په استازیتوب د سفارت له ادارې او په ځانګړې توګه د دغه سفارت له فرهنګپال سفیر سیدطیب جواد نه مننه وکړه چې په سفارت کې ېې د داسې غونډو د کوربه توب لړۍ له کلنی ځنډه وروسته بیا پیل کړه. نوموړی داسې غونډې د بهرمیشته لیکوالو او شاعرانو د ادبی تجربو یو ښه تمرین او په ټوله کې د افغانی ادب او هنر د بډاینې ښه فرصت وباله.

ورپسې وتلی ژپپوه استاذ مجاور احمد زیار په پښتو او دری دواړو خپل شعرونه واورول. په ده پسې لیکوال نوید محسنی په روانو ناخوالو خپله لیکنه واوروله چې د غونډې د ګډونوالو د تحسین وړ وګرځیده.

په محسنی پسې نطیف الله تکل، غلام حیدر یګانه، حسین عنایت، سپین تڼی، دستګیرنایل هریو پخپل وار خپل اشعار ولوستل.

د غونډې بل ویناوال صدیق کا ظمی وچې په مرحوم محمد اکرم عثمان ېې خپله لیکلې مقاله واوروله .

د غونډې په پای کې د دری ژبې وتلو شا عرانو هر یو رضا محمدی او شهباز ایرج خپل اشعار وړاندې کړل چې د غونډې د برخه والو په چکچکو بدرګه شول.

د غونډې په پای کې په انګلستان کې د افغانستان لوی سفیر سیدطیب جواد خبرې وکړې .نوموړی دداسې فرهنګی غونډوجوړول د افغانی فرهنګ په غوړیدو کې ارزښتمن کار وباله اود تداوم په برخه کې ېې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *