ليکوال د اسطورې له لارې چيرته غواړي ولاړ شي؟
ليکوال غواړي د ادب په هېنداره کې د بشريت د لومړيو هڅو او د مادي او معنوي لاس ته راوړنو نندارتون وگوري.
ليکوال غواړي او هڅه کوي، په همدې نندارتون کې د پښتون فرهنگ غرفه هم له پامه تېره کړي.
او له دې ټولو هلوځلو وروسته په دنگه غاړه ووايي چي: د بشريت د ذهن په کارخانه کې ډېر څه د انسانيت له پاره هست شوي او له انسانيت سره په دوښمنۍ کې هڅونې غندل شوي دي.
***
په پښتو ادبياتو کې د اساطيرو په باب څېړنه ډيره کم رنگه وه. يوازې يو استاد (جاج پښتون زوى) څو کاله وړاندې ځيني يوناني اسطورې له بهرنيو ژبو ژباړلې او په وږمې مجله کې يې خپرې کړې وې. استاد عبدالرحمان پژواک هم په دې هکله څه ژباړې درلودې، خو پر دې ټولو برسيره هغه اشارې چې د اسطورو اړوند مسايلو ته شهيد استاد بهاوالدين مجروح کړې او د نمونې په توگه يې د پروميتوس په اسطوره کې د شرقې اوغربي انسان د غوښتنو توپيرونه مطرح کړي په واقعيت کې يې اسطورې ته روح ورکړى دى. استاد په خپله څېړنه کې د پروميتوس د اسطورې پيغام وړاندې کړى دى.
له دې لنډي يادوني وروسته راځو د ځوان پوهاند عبدالغفور لېوال هڅو ته چې په دې برخه کې يې تازه په تازه تر سره کړې دي.
د لېوال اثر چې په ٬٬ادبياتو کې د اسطورو څېړنه ،، نوميږي. نوى چاپ شوى دى. سره له دې چې ډېرې پيچلې مسالي يې څېړلي چې ترمخه په پښتو ادبياتو کې نه وې څېړل شوې او نه پرې په دومره زغم سره چا کار کړى دى. ليکوال د شننې په ترڅ کې تطبيقي عنصر ته هم پام ساتلي دى. ليکوال په ډېر ښکلي انداز او مناسبه اوسيستماتيکه بڼه مسايل څېړلي دي، ما هم په ډېره لېوالتيا ولوست. داسې لکه يو په زړه پورې ناول چې لولم.
زما په فکر د دې اثر په بوده تنسته کې يو اعجاز هم شته دى. څېړونکو او تقريظ ليکوالو ورته اشارې کړې دي. د لارښود استاد لارښوونې او د استاد اورمړ ليکنه مېتوديکي ځانگړنې لري. کيداى شي چې هغو همدومره توضيحات لازم گڼلي وي.
خبره دا ده چې لېوال ولې اسطورو ته لاس اوږود کړى دى؟ ځواب دا دى چى لېوال پوهيدلى اوغوښتي يې دي چې د بشريت د ژوندانه لومړنيو شپو ورځو ته ورستون شي. فکر وکړي. د صوفيانو په څېر مراقبه شي او بيا قلم راواخلي. ليکوال گوري چې دغه لومړنى بشريت په يوه ژوره څاه کې دى اوهلته هم خبرې اترې لري. لېوال دغه څاه ته ورکوز شوى هلته يې د لومړي بشريت لومړنيو سندرو ته غوږ نيولی، د دغو سندرو زمزمه يې اورېدلې اوبيا بيرته چې د ژورې څاه سرته راغلى هڅه يې کړې موږ ته هم د خپل سفر داستان ووايي.
دلته له کتاب څخه زياتونقلونو را اخيستو ته اړه نشته، د فلسفې ۔ ارواپوهني او ادبياتو لېوال لوستونکي بايد دا کتاب پيدا او ویې لولي. کتاب چاپ او خپور شوى دى. د مسايلو سره د تلوسې د ليرې کولو له پاره به دا ښه وي چې کتاب ولوستل شي.
خو دا چې ولې پر اسطورو تمرکز کيږي؟ يوه فلسفي او ارواپوهنيزه او انتروپالوجيکه اړتيا ده. د يو ولس د ښې پيژندنې له پاره، د يو ولس دروان او معنويت پېژندلو له پاره اړينه ده چې د هغه اولس اسطورې، فولکلور، او روايتونه وڅېړل شي. دا څېړنه يوازې دهماغه اصلي متن له مخې نه کيږي ترهغو چې د نورو معاصرو پوهنو څراغ نه وي. ځکه که پر هماغه لومړي متن شننه وشي شننه به ډېره وچه اوبى روحه وي د پيژندلو اودرک وس اوستعداد به يې لږ وي. نو اسطوره چې ددې ټولو مسايلو پر سر کې راځي، کله هم دې ته اړتيا پيښيږي چې دنورو معاصرو پوهنو په رڼا کې وڅېړل شي.
هغه څه چې له موږ سره دکتاب په متن کې د غځيدلي روح په پيژندلو کې مرسته کوي دا خبره ده چې ليکوال وايي:
((د اسطورو لومړنۍ ريښې دلرغونو انسانانو په هماغه پلټونکي ذهنيت کې غځيدلي دي. مگر دا په دې مانا نه ده چې اسطورې يوازې په لرغونو زمانو کې را منځته کيدې او گواکې په راوروسته زمانو کې يې بيلگې نه شته …. له هاغې زمانې را په دې خوا چې ليک را منځ ته شوى اودتاريخ دنسبتا نوې دورې پريمانه مادي توکي ر اپاتې دي، اسطورې له نورو بشري ميراثونو سره گډې شوې دي اوپه دې توگه وينو چې په نويو دورو کې اسطورې له ادبياتو، باورونو، بشرپېژندنې ،فلسفې او نورو بشري پوهنو سره گډې وډې تر موږ رارسيدلي دي .)) داثر ۲۷مخ
دبشري فرهنگ په تاريخ کې په تيرو وروستيو دوه پېړيو کې وتلي ارواپوهان اووگړ پوهان په دې وپوهېدل چې دبشري ذهن اوتفکر د پيژندنې له پاره بايد هغه ته مخه کړي. چې په هغه کې دلومړني بشر فعاليتونه (ذهني اومادي ) منعکس شوي دي. فرويد ۔ يونگ اواشتراوس، هڅه وکړه چې بشري ذهن په ژوره څاه کې خپله ورکه وپلټي. په تېره کارل گوستاويونگ دې پايلې ته ورسيد او د خپلو څېړنو په لړ کې يې د انسان د روان د ډېرې ژورې سطحى يا طبقې د پيژندنې له پاره د اساطيرو مسايل راپورته کړل. اودهمدې کشف (يعنې د ټولنيز ناخبري شعور) په کشف سره يې خپله لار له فرويد نه جلا کړه.
د انسان دروان په باب همدغه لاس ته راوړنه ده چې په د وراني توگه لومړى د فرهنگ د ايجاد سبب شوه او بيا له ډېرو لرغونو زمانو يعنې دلومړي بشريت له دورانه تر ننه پورې په فولکلور، رواياتو اوسننو کې دوام کوي.
نن ورځ همدغه فکري اومعنوي ښکارندې په ليکلي ادب او په تېره په معاصر ادب کې بيا سر راپورته کوي.
ليکوال اوڅيړونکي لېوال د خپل تيزس دلا روښانتيا اوټينگښت له پاره د نړۍ د مشهورو اسطورو لکه د مصر، يونان، هند او نورو اسطورو يادونه کوي اوان د ځينو اسطورو لکه گلگاميش، ايلياد اوديسه، راماين ۔ راماينا اواريايي اسطورو لنډيز را اخلي .
ليکوال او څيړونکى د دغو مشهورو اسطورو بنسټيز پيغامونه له ياده نه باسي. دلته اړينه ده چې يوازې د دوه مشهورو اسطورو پيغامونه را واخلو؛
گيلگاميش: په دې پوهيږي چې مرگ د انسان حتمي برخليک دى.
يوه برخه .
ژوند ځکه دوام لري ،چې مرگ ويروونکى دى
ټول عمر کورونه جوړوو،
ټول عمر ژمنې کوو، وعدې ورکوو ،بيا پرې ودريږو
تل وروڼه د ميراث پر وېش لگيا وي
هميشه يو ځاى چې تاوتريخوالي او گړبړ پېښيږي
نو يوه لويه څپه سر را پورته کوي اوهر څه په سيلاو لا هو کيږي.
هغه مخ چې لمر ته گوري، تل نه پايي
ويده اومړي سره يو بل ته ورته دي
له مرگ څخه انځور نه شو جوړولى
بنيادم، له بنيادمه پرته بل څه نه شي زيږولاى ..
په آسمانونو کې د مرگ اوژوند پرېکړه کيږي
خو د مرگ وخت هيچا ته نه ورښيي
يوازې د عمر د ورځو شميره ورته ليکي اوبس .))
همدا راز د مهاباراتهه د اسطورې د پای څو مصرعې را اخلو چې زموږ له روان ژوند سره هم سر خوري:
اى (کرشنا !) دا هر څه مو اوريدلي او ليدلي دي.
حيران يم ، چې څنگه د پاچاهي اوشتمني لپاره ځان په گناهونو کې لتاړوو.
او د خپلوان د وژلو له پاره مو ملا تړلې ده.
نو دا به را ته ښه وي چې تر جگړې مخکې
پرته له دې چې خپل لاسونه د چا په وينو سره کړم .
او وسلې ته لاس وغځوم،
دا به راته ښه وي، چې د (دريترا شترا ) د زامنو په توره ووژل شم .
سنجايا:
هو! ارجن په ډېر خپگان، د جگړې د ليکو ترمنځ داسې وويل :
خپله ليندۍ اوغشي يې لرې وغورځول او په خپله بگۍ کې کيناست. د کتاب ۱۱۴ مخ
***
خو ليکوال د ځينو مشهورو اسطورو چې په ((تورات)) او نورو سپېڅلو کتابونو کې يې يادونه شوې ده ترې په څنگ تيريږي اود هغو يادونه اړينه نه بولي .
که لږ څه خپلې مخکينۍ خبري ته ورستانه شو وبه وايو چې که لېوال دلومړي بشريت د ذهن ژورې څاه ته ورکوز شوى اوهلته گيلگاميش او راماينه او ونور څه گوري، غواړي وويني اود هغو خبرې اورېدل غواړي ، نو دا پوښتنه هم کوي چې دپښتون فرهنگ داتلانو هوجره اوديره چيرې ده . ؟ هغه د الادين څراغ په لاس په آريايانو پسې ورځي اودهيرمند اودسيستان دښتو ته را کوچيږي . هلته دپښتون ټبر داسطوره اې اسلافو څرک لگوي . په ٬٬خبره توگه،، دا په فرهنگي اوادبي څېړنو کې لومړنی اوبا ارزښته کار دى چې په پښتو ادب اوفرهنگ کې تر اوسه نه وه تر سره شوى . خو هغه څه چې لېوال يې په کشف او را برسيره کولو برى مومي، چې هغه دټول لومړني بشريت گډې او شريکې زړبېلگې دي ، چې ليکوال يې پايلې ته رسيږي ۔ اودکارل گوستاويونگ دڅراغ ٬٬ټولنيز ناخبري شعور،، په مرسته هغه ورکه روښانه کوي.
دا سمه ده چې دنورو دادبياتو په پرتله دپښتو ژبې په ځوان ادب (شعر اوداستان) کې اسطوره لږه تته بريښي يا په بل عبارت نوى يې څرک وهلی دى ، خو په فولک اواولسي ادب کې يې پراخې سرچيني شته چې د هغو پر بستر کيداى شي په زړه پوري وده وکړي.
په پښتو ادب کې دلنډيو ژانر دپام وړ هغه دى . په لنډيو کې داسطورو ډېر ې زياتي ريښې شته ، چې ليکوال هم ورته اشاره کړې ده ، داستاد بهاءوالدين مجروح په يوه ليکنه کې چې په پښتو لنډيو کې يې دښځو په باب کړې ده ، دپښتني ټولنې دمحروم اوبې برخې قشر ناخود اگاه ته زياتې اشاري شوي دي .
***
ديو با ارزښته اثر په باب په لنډه توگه ويلي شو: چې په ادبياتو کې داسطورو څېړنه يو باارزښته اثر دى . ددې اثر دمعلوماتې اړخ برسېره د اثر ښوونيز اولار ښوونيز ارزښت لا زيات دى. دا اثر نورو څېړنو او پراختيا وو ته لار هواروي . اثر دمسالي اهميت په ډاگه کوي . دمعاصرې ارواپوهنې يا فلسفي ارواپوهنې پر بنياد څېړنه چې زموږ په ادب او فرهنگ کې تته اوناروښانه وه دځوان نسل پام ځانته راا ړوي.
ډېره په زړه پورې داهم ده چې تر اوسه چې کومې څېړنې دفولکلوريکو اشعارو او داستانونو په باب په پښتو کې شوې وې هغو دا روح اوساه نه درلوده چې لوستونکي ته يو تحليلي څراغ ورکړي ، دپښتنو اويا اريايانو داسطورو دا ډول څېړنه هم يو بې بديله گام و، چې اخيستل شوی دى هيله ده چې په راتلونکي کې نوره پراختيا هم وکړي. نوى نسل چې دمعاصرو اومدرنو زده کړو وس لري وکړاى شي خپلې څېړنې نړيوال معيار ته پورته کړي ، چې دا اثر يې ښه پيلامه کيداى شي .
پاى
اکتوبر ـ۵- ۲۰۱۷کال