لېکنه: آغاملوک سهار|

په۱۸۵۰میلادي کال کي د انسانانو د عمر اوسط ۴۰ کاله و، د بې بې سې د راپور په اساس په 2014  کال کې د انسانانو د عمرونو اوسط 80  کاله وو. د جنیټک د متخصصینو په حواله د یوویشتمي پیړۍ د دوهمي نیمایې په وروستیو کې به د انسانانو د عمرونو اوسط د ۱۲۰ کلنو په شاوخوا کې وي.

په تیرو پنځه لس کلنو کې جنیټيک د ساینس د نورو برخو په څیر خورا چټکي په مخ روان دي.

 د جنیټک وروستي پرمختګونو په جینونو کي لاسوهنو ته زمینه برابر کړي، د جینیټک پوهان وایې ممکن دا لاسوهنه په جنین کي ترسره شي یا د عمر په مختلفو پړاوونو کي د واکسین په ډول وي.

د جینیټک پوهان وایې دوي به د جنیټیکي لاسوهنو په وسیله د فنګشنل جینونو او هغه جینونو چې ددي جینونو ساتنه په غاړه لري د تخریب مخنیوي وکړي،او وخت په وخت به یې ترمیم کړي، په دي سره به د انسان عمر زیات سي، چې تر دوه لسیزو پوري به د انسان عمر تر  ۳۰۰ کاله لوړ شي.

د یادوني وړ چې د عمر په زیات والی ځینې نور فکتورنو هم تاثیر لری، لکه وراثت،روغتیا، اقتصاد، فرهنګ،…

له علمي اړخه دا ممکن ښکاري، خو د جنیټیک له دي پرمختګونو سره ځیني اندیښنې هم سته، لکه یوه ډله خلګ چې دي پرمختللي امکاناتو ته به لاس رسی نلری، د کمي احساس به کوي چې نظر نور پرمختللو وکړو ته به مري،  په نړۍ کي ورځ تر بلی د نفوس زیاتیدل، په قطبي سیمو کي د یخونو ویلي کیدل،او په نړۍ کې د سرچینو کميدل او داسي نورې اندیښنيې،…

خو زما په نظر دا پرمختګ یو بل قوي اړخ هم لري، چې ممکن د ډیرو نه وي ور پام.

 له څنګه چې دا پرمختګونه د لويو پوهنتونونو، شرکتونو، کمپنیو او پرمختللی هیوادونه په لاس کي وي. نو په یو لوي بزنس (تجارت) بدلیږي، او د عاید په یوه قوي سرچینه بدلیږي، ممکن ډیر ناوخته وړیا او عام شي، ځکه هرڅوک غواړي تر ډيره ژوند وکړي، ولو که په هر قیمت وي، نو دا اړتیا یې بزنس اړخ قوي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *