مطبوعاتي اعلاميه


۱۹ ميزان (۱۱ اکتوبر)
د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزير شهزاد اريوبي په مشرۍ د اليکترونيکي تذکرو اړوند د همغږۍ کمېټې ناسته تر سره شوه. په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت د تخنيکي مسولينو تر څنګ د نفوسو د ثبت ادارې رئيس او د GTR شرکت رئيس ګډون کړی و. 


د همغږۍ کمېټې غړو د اليکترونيکي تذکرو لپاره د امادګيو، مرکزونو، تجهيزاتو، د وېش ميکانيزم او نهايي پړاو په اړه معلومات ورکړل. سرپرست وزير د همغږۍ کمېټې له کارونو رضايت وښود او زر تر زره يې د دې سترې ملي پروسې د پېلولو هدايات ورکړل.

د اليکترونيکي تذکرې اړوند ټولې تخنيکي چارې او د معلوماتو ثبت د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ اړوند کېږي چې په لنډ وخت کې يې چمتووالی ونيو او ډېر ژر به د تذکرو وېش پېل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *