تاند- پاکستاني او امریکايي چارواکو نن /پنجشنبه/ تایید کړه چې یوه امریکايي – کاناډايي جوړه او ۳ ماشومان یې له ۵ کاله برمته توب وروسته خوشي شوي دي.
امریکايي چارواکو وویل چې امریکايي ښځه کتلان کولمن او کاناډايي خاوند یې جوشوا بویل، چې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې پاکستان مېشتې حقاني شبکې تښتولي ول، د پاکستان له لوري وژغورل شول.
مېرمن کولمن د برمته کېدو په مهال اومیندواره وه. دوی د یرغملتوب په ۵ کلنه موده کې د درو ماشومانو خاوندان شول.
امریکايي چارواکي وايي چې د دې جوړې ماشومان هم خوشي شوي دي.
د امریکا د ملي امنیت یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې دا کسان د پاکستان په خاوره کې ساتل کېدل او د پاکستاتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشي کړای شوي دي.

ده په دې برخه کې د پاکستان اقدام د همکارۍ لور ته یو سم ګام بللی دی.
امریکا له کلونو راهیسې پاکستان د حقاني شبکې پر ساتنې او ملاتړ تورنوي او که څه هم اوس امریکايي چارواکي د دې جوړې په خلاصون کې د پاکستان همکاري ستايي خو دا یو بل ثبوت دی چې د حقاني شبکه په پاکستان کې دېره ده.
ځینې پاکستاني رسنۍ بیا وايي چې دا جوړه پرون له افغانستان څخه پاکستان ته ولېږدول شوه او د امریکا پوځ د هغوی د ځای په اړه د پاکستان پوځ ته معلومات ورکړل.
له بلې خوا د پاکستان پوځ وايي، استخباراتي ادارو د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمه کې د یرغملو څرک ولګاوه او پرون /چهارشنبه/ یې پرې عملیات وکړل.