تاند- ایران د شیعه فقې کتاب په څه باندې یو ملیون نسخو کې په کابل کې چاپ او خپور کړ.
دا کتاب، چې «د جعفریه تشیع د فقې احکام» نومېږي د شیعه مذهب د معرفي کولو په هدف خپور شوی دی.
د ایران اهل بیت خبري اژانس وايي چې دا کتاب د دې لپاره خپور شوی چې د سني ماخذونو په استناد دا اسلامي مذهب معرفي شي.
ویل شوي چې په دغه کتاب کې، چې ۱۰۳۲۰۰۰ ټوکه په کابل کې چاپ شوی دی، هڅه شوې چې د شیعه وو مذهبي عقاید د سني ماخذونو لکه بخاري، مسلم او مشکات شریف په حوالو او استناد ثابت شي.
د افغانستان په پښتنو کې د شیعه وو شمېر په نشت برابر دی خو له ډیورند کرښې پوري خوا ته په لکونو توري او بنګښ شیعه ګان اوسي.
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ پښتانه له مذهبي پلوه شیعه دي او دغه راز د کندهار شیعه ګان په پښتو پوهېږي. خو د «د جعفریه تشیع د فقې احکام» کتاب تر شیعه وو زیات سنیانو ته مخاطب دی او هڅه پکې شوې چې د شیعه ګانو او سنیانو مشترکات څرګند کړي.
ایران تر دې پخوا هم په لسګونو مذهبي کتابونه په پښتو خپاره کړي دي.