تاریخ: 20 میزان 1396

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس نن په سپېدار ماڼۍ کې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې لومړی د ځاځي میدان قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو خپلې ستونزې له اجرائیه رئيس سره شریکې کړې او ویې ویل، چې د یادې ولسوالۍ خلکو خپله ولسوالۍ ساتلې خو په دې وروستیو کې ورته له نورو ولسوالیو او ډیورنډ کرښې خوا نه امنیتي ګواښونه متوجه دي. هغوی د ډیورنډ په کرښه د ځاي میدان ولسوالۍ اړوند سیمو کې د امنیتي پوستو او سیمه ییزو پولیسو د پياوړتیا او ډېرېدو غوښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې ولسوالۍ کې دې 30 بستریزه روغتون فعال شي.

په خوست کې د برېښنا بند رغول، د دومنده او سپېرې ولسوالیو د سړکونو رغول، د باک ولسوالۍ د خوړ کنټرول، ځوانانو ته د لوړو زده کړو د بورسونو ورکړه، هغوی ته د کار موندل او نور د هغوی اساسي غوښتنې وې.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به په جدي ډول تعقیب کړي او اړوندو ادارو ته به یې د عاجل اقداماتو غوښتنه وکړي.

هغه د ځاځي میدان ولسوالۍ له خلکو مننه وکړه، چې په خپل یووالي او مېړانې یې د دې ولسوالۍ امنیت ټینګ کړی او متوجه ګواښونه به یې په امنیت شورا کې مطرح کړي او د حل لپاره به یې اساسي اقدامات وشي.

اجرائيه رئيس خوست د یووالي بېلګه یاده کړه او ویې ویل، چې د دې ولایت ځوانانو ته به هم د لوړې زده کړې او بورسونو د زمینې برابرولو په اړه به اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *