تاند- موټرولا کمپنۍ دوه نوي ګرځنده ټېلفونونه راوایستل. د موټرولا د دغو موبایل سیټ شیشه نسبتاً غټه او باډۍ یې فلزي ده.
موټرولا تر دې وړاندې دوه ماډولونه (Moto G5) او (G5Plus) بازار ته راایستلي ول. خو د هغو شیشې تر دې یوه چې اوس یې راباسي، کوچنۍ وې.
د موټرولا نوی ورژن، چې (G5S Plus) نومېږي، قوي پروسیسر او ۵ اعشاریه ۵ اینچه شیشه لري.
د دغه موبایل کمره ۱۳ میګاپیکسله ده او دوه سینسرونه لري.
د دغه موبایل د مخۍ کمره هم ۸ میګا پیکسله ده چې تر مخکیني ورژن قوي ده.
د موټرولا د دې موبایل یو ورژن ۳۲ ګېګابایټه او بله ۶۴ ګېګابایټه حافظه یا میموري لري چې د لومړني بیه ۲۳۰ ډالره او د دوهم، چې زیاته حافظه لري، ۳۰۰ ډالره ټاکل شوې ده.