تاند- د یوه راپور پر اساس له هغو ځانوژونو جلا چې د نورو د وژلو لپاره کېږي، هر کال تر ۳ زره پورې افغانان ځانونه وژني.

په پرمختللیو او سوکالو هیوادونو کې هم ځانوژنې ډېرې کېږي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د دغه هیواد د ځانوژنې د مخنیوي د بنسټ د راپور پر اساس انتحار په امریکا کې د مړینو لسم لوی عامل دی.

هر کال ۴۴۱۹۳ تنه امریکایان ځانونه وژني. په هرو ۲۵ ځانوژونکو هڅو کې یوه بریالۍ کېږي یعني ځانوژونکی خپل هدف ته (مرګ) رسېږي.

د امریکا د ځانوژنې د مخنیوونکي بنسټ پر اساس ځانوژنې د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره د کال ۵۱ ملیارد ډالره زیان اړوي.

د دې ادارې په وینا اکثره ځانوژونکي د ۱۳ او۲۶ کلونو ترمنځ ځوانان یا ځوانانې دي.

دا اداره همداراز وايي چې په متحدو ایالتونو کې د ورځې ۱۲۱ تنه د ځانوژنې هڅه کوي.

په سلوکې ۵۰ په وسلو ځانونه وژني خو په امریکا کې تر ښځو نارینه زیات ځانونه وژني.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې هر کال ۸ لکه تنه ځانونه وژني او دا شمېر د هغو کسانو په سلو کې ۲۵ دی چې د ځانوژنې هڅه کوي خو ناکامېږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنرې قدریه ځدراڼ د انتحار یا ځانوژنې په اړه په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ځانوژنې پېښې ښايي په کال کې تر ۳ زره هم زیاتې وي خو ډېری افغانان د دې ډول پېښو راپور نه ورکوي.

د اغلې ځدراڼ په وینا په کال کې ۳۰۰۰ افغانان ځانونه وژني چې په سلو کې ۸۰ یې ښځې دي.

افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو د بدو شرایطو لرونکی هیواد ګڼل کېږي.

قدریه ځدراڼ وویل«کورنۍ اکثره وخت د ښځینه ځانوژنو په اړه راپور نه ورکوي ځکه چې دا دوی ځان ته بې عزتي ګڼي. خو موږ چې د روغتونونو د راپورونو او اسنادو له مخې کوم معلومات راټول کړي؛ ښيي چې په افغانستان کې د کال تر ۳ زره تنه ځانونه وژني.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په کابل، لوګر او هرات ولایتونو کې د ځانوژنو په اړه د دوی سروې ښيي چې تر ۲زره زیاتو کسانو ځانونه وژلي او اکثره یې نجونې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *