له انترنیټ څخه ګټه اخیستل د دماغ لپاره ښه دی او که بد؟ کله پکار دی یو ماشوم د انترنیټ استعمال پیل کړي؟ دا پوښتنه نن سبا د عصبي سیستم د پوهانو د بحثونو توده موضوع ده چې؛ د برقي رسنیو یا دیجیتال میدیا استعمال پر روغتیا څه ډول اغیزي لري؟ ساینس پوهان په دې باب بېلابېل نظرونه لري.
په جنوبي کوریا کې ډاکتران د دیجتل میدیا استعمال ته اندیښمن دي او د “digital dementia” یادونه کوي.
د منشیا د مغزو یو مرض دی چې؛ معمولا د حافظې له ستونزو څخه پیل کېږي، خو بیا یي د مغزو پر ډیرو نورو برخو اثر پریوځي او د وخت په تیرو سره د انسان په ورځي ژوند کې چارې سختي کړي لکه له نورو سره د خبرو کولو په وخت کې ستونزې پیدا شي، په طبیعت کې بدلون راشي، یا دا چې د انسان په قضاوت کې ستونزې پیدا کړي او ان په شخصیت کې بدلون راولي. دا ناروغي ډیره په پاخه عمر کې لیدل کېږي.
جنوبي اسیا د نړۍ داسې یوه سیمه بلل کېږي چې؛ په کې ډیرې داسې ټولنې شته چې پراخي مخابراتي شبکې لري او تقریبا په سلو کې پینځه نوي خلک یې له انترنیټ سره وصل دي.
په دې سیمه کې ځوانان د ژوند د دوهمو لسو کلونو په وروسیتو او د دیرش کلني په لومړیو کې په منظمه توګه ډاکتر ته ځي او دوي معمولا داسې نښې څرګندوي چې؛ په پاخه عمر کې د عصبي سیستم په ناروغانو کې لیدل کېږي. په دې کې د حافظې ستونزې، تمرکز او د خوب نارامې شاملې دي.
ډاکټران وايي، د ځوانو ناروغانو ستونزې په ډیره لوړه سطح له دیجیتل میدیا سره د مخامخ کېدو له کبله، له تلویزیون نه نیولی تر کپمیوټر، کمپیوتری لوبو او سمارت فون پورې تړلې دي.
په داسې حال کې چې تر اوسه دا څرګنده نه ده چې څومره ځوان کوریایان له دي شیانو اغیزمن کېږي دې مسلې پر روغتیا باندي د دیجتل مدیا د استعمال له امله د عصبی سسیتم د پوهان تر منځ روان بحثونه لا تاوده کړي دي.
میفرد سپیتڅر چې د جرمني په یوه پوهنتون کې د سایکاتری یا عقلي عصبي څانګي مشر دی لکه د یو شمېر نورو په شان په دې اند دی چې د کمپیوټر ډیر استعمال د ماشومانو د مغزو پر انکشاف ناوړه اغیزه کوي:
((زه په دې اړه چې د ورځي د پینځو دقیقو لپاره څوک انلاین وي خبرې نکوم.
زه د ورځي تقریبا تر اوه نیم ساعتونو پوري باندی غږیږم چې په جرمني کې په متوسطه توګه د میدیا د استعمال موده ده. ))
د ده په باور له ډیروخت لپاره له دیجتل میډیا سره سرو کار پر مغزو بی له شکه چې ناوړه اثر کوي.
ډاکتر سپیتڅر چې تازه یې د digital dementia په نوم کتاب خپور کړی وايي د ماشومتوب او د بلوغ په لومړیو کې ماغزه په حیرانونکې توګه د پلاستک په شان وي. ځکه دا فورم یا شکل په ماشومتوب کې عصبي حجرو ته د وینې رسیدل، دماغ ته د خبر رسول او کار کول په ځانګړي بڼه وي. وروسته بیا چې ماشوم لویږي نو د عصبی سیستم هغه رګونه چې ورته وینه رسوي ثابت حالت ته ورسي.
د سپیتڅر هدف دا دی، دا ډیره مهمه ده چې هغه دماغ چې د ودي په حال کې وي له بهرنیو فشارونو او موانعو څخه وساتل شي.
دی وايي، که مقایسه وشی نو د کمپوتر یا مجازي نړۍ محرکات ماغزه لږ تنبه کوي او مغزو ته لږ فرصت ورکوي چې خپل مکمل توان یا پتانسیل تر لاسه کړي:
((که تاسو د تماس او لمس کولو پر ځای یواځې د موس په واسطه کوم شي څرګندوي نو تاسو به تقریبا د ځوان دماغ یو په دریمې برخې څخه چې موتور یا تحرکې عادات کنترولوي د هماغه معین شي د استعمال په اړه څه زده نکړي. دا ستاسو لاس دی او ستاسو پلان چې یو څه تر سره کوي.
نو که د دماغ دا یو په دریمه برخه د زده کړي لپاره استعمال نشي او دماغ تفریق کول یا فرقول زده نکړی نو کله چې د همدی شی په اړه فکر کوئ نشی کولی چې د خپل دماغ همدا یو په دریمه برخه په کار واچوئ.))
دی وایي، په انترنیت کې په چټکې سره د موضوعاتو بدلیدل او یا هم د لوبو په وخت کې لکه د ویدیو ګیم د تصویرونو ژر ژر راتګ ممکنه ده د دماغ هغه توان چې؛ د دماغ حجرې د یوه شي د تصویر د خوندي کولو او د اوږدې مودې لپاره د دې تصویرونو د ساتلو لپاره یي لري له لاسه ورکوي.
یو شمېر ساینس پوهان د مغزو پر انکشاف د دیجتال میدیا د ناوړه اغیزو په اړه خبرې کوي او یو شمېر نور بیا په دې اند دې دا کولای شي ذهني وړتیا ډیره کړي.
د ژنیوا د پوهنتون څخه پروفیسور Daphne Bavelier چې د ماشومانو پر عاداتو یې د ویدیو ګیم پر اغیزو څیرونه کړی په دی اند ده چې هغه ماشومانو چې ویدیو يي لوبی یا ویدیو ګیم کوي له ماشومانو سره مرسته کوي چې زده کړه وکړي او ذهنی تمرکز ولري او څو کاره به ښه وجه تر سره کړاي شي.
د ساسنس پوهانو ترمنځ د نظرونو دا لوی تفاوت د دوه خبرو څرګندويي کوي:
یو دا چې د دیجیتال میدیا په اړه څیرني نوی خبره ده. دا د تلویزیون او کمپوتر د راتلو د وخت خبره ده، یعني له نولس سوه پنځوسمې لسیزي راهیسی چې تلویزیون د خلکو کورنو ته راغلی او بیا د نولس سوه اویایمی لسیزی په وروستیو چې نور پرمختګونه راغلل. بله دا چې دا نوی سایسنس به بې له شکه چې په راتلونکې کې ډیر مهم وي.