تاند- د فرانسې د لارو پولیس یا ترافیک پولیس د خطرناکو موټرچلوونکو د درولو لپاره له ډرون یا بې پېلوټه الوتکو کار اخلي.
پولیس، چې ډرون له لېرې کنټرولوي، ټول وضعیت او د بې پېلوټه الوتکې عملیات څاري.
ترافیک پولیس وايي چې ډرون تصویرونه ورلېږي چې د وای فای په مرسته یې ویني او خپلو نورو غړیو ته یې لېږي چې پر موټرسایکلونو سپاره دي.
پولیس وايي چې په دې وسیله په یو ساعت کې له ۱۵ تر ۲۰ لارۍ دروي.
په لارۍ کې سپور چلوونکی وايي چې ۹۰ یورو جریمه شو.
د فرانسې حکومت غواړي چې د هیواد د نورو برخو لپاره نورې بې پېلوټه الوتکې واخلي.