د نجات جشن لکه د خپلواکي او پښتونستان هغه زموږ په ملي تقويم کې ثبت دی.
د افغانستان د خپلواکي به يوه لسيزه وتلې وه چې پر هېواد د کورني اړ و دوړ او جهالت تورې لړې او بړبوکۍ خپرې شوې.
د جهادي، طالبي او داعشي فتنو په څېر د جګړو او ناامنيو ټغر وغوړېد، لکه نن د دين او مذهب له نامه د دين پر وړاندې پاټکونه وغورځېدل، د معارف او پوهنې دروازې وتړل شوې، غلا او لوټماري نه دا چې دود او موډ وګرځېده، بلکې وياړ او مېړانه وپېژندل شوه.
له همدې ځايه استقلال او خپلواکي ته په کمين کې ناست دښمن له افغان ولسه د غچ اخيستو اور بل کړ، تر هغه چې د ټل فاتح سپه سالار غازي محمد نادر خان د هېواد د نجات لهپاره ملي لښکر را ټول او د غلو او داړهمارانو پر وړاندې د هېواد د نجات معرکه پيل کړه.
سپه سالار غازي محمد نادر خان ولسونو ته په مراجعه کولو په دېرو، حجرو او جوماتونو وګرځېده، جرګو ته يې مخه کړه او د ملي لښکر په غونډولو يې د هېواد له جنوب څخه د افغانستان د نجات معرکه پيل کړه.
سپه سالار د همدغه ولسي لښکر په مټ د کورني اړ و دوړ لمن ورټوله کړه او سقوي داړهماران په کابل او ارګ کې کلابند کړل، په دې توګه يې په اته مياشتې کې په بريمن جد و جهد کې پلازمېنه د غلو او داړهمارانو له منګولو وژغورله.
کله چې د ژغورنې لښکر د کابل دروازو ته ورسېد او د شېر دروازې له غرونو يې پر داړهمارانو د خپلو وسلو خولې ټيټې کړې، سقاويان په ارګ کې پټ شول، هلته يې د سپه سالار کورنۍ د سپر په توګه له ځان سره يرغمل کړه.
مرحوم مارشال شاه ولي خان په خپلو يادښتونو کې کاږي؛ کله چې پر ارګ د وروستي بريد تابيا ونيول شوه او توپچي چمتو شو، ما ته د خپلې کورنۍ د وړو، زړو او ځوانانو معصومې څېرې سترګو ته ودرېدې، عواطفو د قوماندې په ورکړه کې دوه زړی کړم، سپه سالار ته مې خپله اندېښنه ياده کړه، دی لږ شېبه غلی شو، بيا يې وويل؛ د هېواد د نجات لهپاره هرې قرباني ته چمتو دی!
پر ارګ مې د بريد قومانده ورکړه، د توپ له ډز سر د ارګ جبه خانې اور واخيست، ما په تصور کې د خپلې کورنۍ د مرګ ننداره کوله، خو دومره سخته نه وه چې د هېواد نجات د کورنۍ له ژغورنې موږ خپل لومړيتوب پېژندلی و، په دغه بريد کې د سردار محمد عزيز خان لور، د داوود خان خور له خوړلي ټپ څخه فلج شوه، تر هغه چې په همدغسې حالت کې د ثور په کودتا کې شهيده کړای شوه.
سپه سالار د تلې پر ۲۳مه کابل ته ننووت، تر دې وروسته دغه ورځ د نجات جشن په نامه زموږ په ملي تقويم کې له ثبتېدو، په درنو او ځانګړو مراسمو نمانځل کېده.
د نجات جشن د يادګار په توګه د نجات څلی په ۱۳۰۸لمريز کې د پل مستان، لاهوري دروازې او حضوري چمن په څلورلاري کې جوړ شو.
دغه څلی د غوايي تر کودتا وروسته د ثور پر اتلسمه د شپې په تياره کې ويجاړ کړای شو چې له ښه بخته د ملي روڼاندو په هڅو له سره د هماغې معرکې او جشن په ياد ورغول شو.
افغانستان او افغانان د دين او مذهب په نامه له را پورته بلې فتنې څخه د نجات په پار همدغسې ولسي معرکې، ملي لښکر او زعامت ته اړ دي.
دا به د وخت جبر وي، که د تاريخ نادوده چې موږ يو ځل بيا د نجات پر معرکه اړ يوو، همدا د تاريخ حيرانوونکی تکرار دی.
د نجات د يوې بلې ورځ او جشن په هيله!