روف لېوال ||

د طالبانو په پیر کې دهرات ښار مرکزی څلور لارې (چوک سینما) سره ولاړ یم ، یو طالب   چې یو لنډ خوپریړ کوتک یې په لاس کې دی ، هروګړی چې وینی ورته دکوتک په اشاره وایی ( هغه موټر ته وخیژه !) که څوک لږځنډیا خوله چوله کړی ، نو بیا ورته هغه دلاس کوتک وڅنډی ، لنډه داچې په شاوخوا پنځلسوو دقیقو کې یې دکاماز باډۍ له خلکو ډکه اوملا اخوند ډریورګی ته یې وویل ( ځه له خیره ) او خپله یې هم سیټ ته ټوپ کړ .

دموټر دباډۍ خلک یوبل ته په ډار،ډار اوغلی ،غلی پسنیدونکی غږ وایی ( شتوخاشد) هغه یو زړه ورشانته وایی [غمی نداره ، کاری نه کردیم ) هغه یو چې نالوستی او مالدارمالومیږی هغه بل سړی نه تپوس کوی (براردعای غنوته یاداری ؟) ای برار ! چوکه ، چوکه یاددارم ، هغه بل ځوان چې ږیره یې یو څه لنډه ده ، ځان سره بوږنیږی (خاک به سر آرایشګاه ! ګفتمش آنغدرکوتاه نکن) .

دې سره کامازپه قول اردو ورننوت  . مولوی صاحب له سیټه راکوز اوغږیې کړ(راښکته شی !) ټول په تلوارراښکته شول ، بیایې دکوتک په اشاره وویل : په یویستوی لیک په نوبت سره هغه چوترې ته وخیژی !

زړه ، نازړه لکه دپل صراط باندې یوبل دیکه کوی اودمخ کس ته وایی ( جلوشو) په ډار،ډار چوترې ته وختل .

په چوتره کې په یوه خیرن ګیلم باندې اوږد پلاستیکی دسترخوان اوار دی ، اوورسره درې یا څلور هغه کسان ولاړ دی چې تیمپوزکې (پوز بند) یې وهلی اویواځې سترګې یې دکونګ (بوم)په شان معلومیږی ،مولوی صاحب غږ کړ :ددسترخوان شاوخوا کینی ، څوک ګډوډی ونه کړی که نه داکوتک وینی ! ټولو په یو آواز وویل ( خوبه مولوی صاحب )

ټول ددسترخوان نه چاپیر کیناستل ، که ګوری چې دغوړپولاوخنکان (غوری )راغلل اودهرغوری په سر یوه غټه کتره غوښه هم ایښې وه ، خو دچازړه کیده چې نمړۍ یې له ستونې تیره شی  .

په هرصورت چا درې نمړۍ چا څلور او چا ښه پوره ګیډه پولاو وخوړ ، مولوی صاحب غږ کړ: دوا وکړی ، خدای دې قبول کړی .

اودې سره یې وویل هله ژر- یو ، یو له دروازې وځی او طالبانو ته بیاهم دوا وکړی !

خلک په تراټ سره له دروازې نه ووتل اوپه لار کې یوتن بل کس ته وایی (دل ماره بکند)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *