Modernism and Postmodernism
نوښت پالنه او له نوښت پالنې وروسته
لغوي او اصطلاحي مانا
پوسټ موډرنېزم پېچلې اصطلاح ده او تعریف یې هم خورا ستونزمن کار دی. له دې امله چې په مختلفو هنري حوزو، معمارۍ، موسیقۍ، فلم، ادبیاتو، ټولنپوهنې، ارتباطاتو او فلسفې کې یې پراخ تعابیر او ماناوې پیدا کړې دي. د پوسټ موډرنېزم سمه پوهېدنه د موډرنیتې یا موډرنېزم پېژندلو ته اړتیا لري، ځکه چې د «پوسټ» مختاړی د «وروسته له» په مانا له موډرنیتې دورې وروسته مهال ته اشاره کوي.
د پوسټ (pos) کلمه په ټولیزه توګه د یوه جریان د ادامې مانا لري. له همدې امله نه شو کولای پوسټ موډرنېزم د موډرنېزم پای وګڼو، بلکې دا د موډرنېزم کره کتنه یا نقد او د هغه د لړۍ دوام دی. دغې اصطلاح ته په فارسي ادبیاتو کې فرانوگرایی یا پسامدرنیسم وايي او په پښتو سیندونو کې د موډرنېزم له پاره نوښت پالنه او عصري کونه وضع شوي، مګر د پوسټ موډرنیزم اصطلاح له پاره مې ژباړه پیدا نه کړه. خو که لفظ په لفظ یې مانا کړو، کولای شو له نوښت وروسته یا له عصري کېدو وروسته یې وژباړو.
پوسټ موډرنېزم د عقل پالنې ضد هغه فکري جریان دی چې د نیچه د افکارو تر اغېز لاندې ټول عصري فکري مکتبونه او افکار د انساني روح ویجاړوونکي او د ټاکلیو منافعو تر کنټرول لاندې بولي. د پوسټ موډرنېزم نظریه په دې باور ده چې په هېڅ یوه نظریه او تیوري باور نه شي کېدای او د نړۍ د تفسیر له پاره هېڅ حد او پوله وجود نه لري.
د یوې سیاسي – ټولنیزې پدیدې په توګه د پوسټ موډرنېزم د ماهیت په اړه د نظر خاوندانو بېلابېل ځوابونه وړاندې کړي او هر یوه د پوسټ موډرنېزم د یوه اړخ په څېړلو سره، له مختلفو زاویو کتنه کړې. د یوه روایت له مخې، پوسټ موډرنېزم په قدرت کې د ډېرې ونډې ترلاسه کولو له پاره د یوې فني – اکاډمیکې طبقې د غوښتنو ایډیالوژيک بیان دی.
د یوې بلې مانا له مخې، پوسټ موډرنېستي نظریات د ښي اړخو او کیڼ اړخو حزبونو له ماتې او د نویو احزابو له هرکلي څخه را څرګند شوي دي. له دې لیدلوري، پوسټ موډرنېستانو په تېره کې له راډیکال افراطي ګوندونو څخه ملاتړ کاوه خو له دې امله چې د هغوی افکارو د پرمختللو لوېدیځو ټولنو د سیاسي – ټولنیزو جوړښتونو له شرایطو سره سمون نه درلود، له صنعتي وروسته ټولنو کې یې د انقلاب راتګ ته هیله مندي له لاسه ورکړه او په تدریج سره لېبرالېزم ته ستانه شول او سیاسي – فرهنګي کثرت پالنې او فلسفي نسبي پالنې ته یې مخه کړه.
د درېیم لیدلوري له مخې، پوسټ موډرنیته ټولنه د تېرو پړاوونو په پرتله، خالصه بڼه لري او پانګوالۍ ته په فرهنګ کې رسوخ ورکوي. مطلب دا چې پوسټ موډرنېزم د موډرنېزم لړۍ نه شلوي بلکې سرمایه داره اړخونه یې نور هم پیاوړي کوي. له دې سربېره، دغه لیدلوری له دې امله ناخوښ دی چې د پوسټ موډرنېزم تیوریستان نه یوازې د خلاصون له پاره هېڅ ډول طرحه نه وړاندې کوي بلکې په دې لاره کې هر ډول هڅې هم نفی کوي، په ځانګړې توګه له دې چې پوسټ موډرنېستان پر طبقاتي تشکیلاتو عقیده نه لري.
مخینه
پوسټ موډرنېزم اصطلاح چې د فلسفې، سیاست، ادبیاتو او په ځانګړې توګه معمارۍ د هنر له پاره کارول کیږي، د موډرنیته تیوري نقد او د هغه په اړه عمومي لیدلوری دی. دغه اصطلاح د معاصر او موډرن زمانې ترمنځ د توپیر ټکی ګڼل کیږي، د لومړي ځل له پاره په ۱۹۱۷ کال د روډلف پانویتس په نوم جرمني فیلسوف له لوري په شلمه پېړۍ کې د لوېدیځ فرهنګ د هېڅیت(Nothingness) بیانولو له پاره چې له نیچه څخه اخستل شوی مضمون و، وکارېده. دغه اصطلاح د دویم ځل له پاره په ۱۹۳۴ کال د فډریکو اونیس په نوم هسپانوي ادبي کره کتونکي له خوا د ادبي موډرنېزم پر وړاندې وکارول شوه. په ۱۹۳۹ کال دغه اصطلاح په انګلستان کې د دوو بېلابېلو لارو له پاره وکارول شوه؛ یانې د برنارډ اډنیګزبل له خوا د دنیوي مډرنېزم د ماتې او بېرته مذهب ته د رجوع په رسمیت پېژندلو له پاره او د مؤرخ آرنولډ ټوین بي له خوا له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته د کتله يي ټولنې (Mass Society)څرګندېدو ته د اشارې په توګه چې په کې کارګره طبقه له پانګوالې طبقې ډېر اهمیت پیدا کوي، وکارول شوه. له دې وروسته د پوسټ موډرنېزم اصطلاح د شلمې پېړۍ د ۵۰ او ۶۰ لسیزو په ادبي کره کتنو کې د معرفتي موډرنېزم په ضد او په ۷۰ لسیزه کې د همدې مطلب له پاره د معمارۍ په ساحه کې وکارېده. په فلسفه کې یې کارېدنه ۸۰ لسیزې ته رسیږي چې لومړی له جوړښت پالنې وروسته(Poststructuralism) فرانسوي فلسفې او بیا په عمومي توګه د ماډرن عقل پالنې(rationalism) او بنسټ پالنې(Fundamentalism) پر ضد وکارېده.
یو شمېر پوهان وايي پوسټ موډرنېزم اصطلاح د ۱۹۷۰ لسیزې په پای کې مطرح شوه. دغه اصطلاح په پیل کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د معمارۍ د وضعیت له پاره وکارول شوه خو نن ورځ د فرهنګ، هنر، ټکنالوژۍ او ادبیاتو په برخه کې هم ترې کار اخستل کیږي. په نوې معمارۍ کې له یوې خوا په ظاهر ښکلو او تزئیني هنرونو لکه یوناني او رومي مجسمه جوړونې څخه کار اخستل کیږي او له بلې خوا معماران نه غواړي د لرغونې او زړې معمارۍ فضا ته ور ننوځي. پوسټ موډرنیستان پوښتنه کوي چې د زړې معمارۍ آرام بښوونکې فضا ته ننوتل او د هغو له امکاناتو او ښایستونو څخه ګټه اخستل څه تاوان لري؟ د پوسټ موډرنېزم د ښه پېژندلو له پاره لازمه ده لومړی موډرنېزم وپېژنو تر څو وکولای شو له موډرنېزم وروسته وضعیت روښانه کړو:
موډرنېزم څه دی؟
موډرنېزم د روشنګرۍ له زمانې (Enlightenment) وروسته په اروپا کې پراختیا ومونده او لوېدیځ انسان لا ډېر په خپل عقل اعتماد پیدا کړ. له منځنیو پېړیو(قرون وسطی) او پر اروپا د کلیسا له لسو پېړیو زیاتې واکمنۍ را وروسته، فلسفې او علم په تدریج سره د کلیسا له الهیاتو فاصله واخسته او د څوارلسمې پېړۍ وروستۍ لسیزه وه چې په فرهنګ کې لوی تحول راغی او له امله یې رنسانس دوره رامنځ ته شوه. رنسانس د نویو او تازه افکارو زېری و او انسان یې د انسان پالنې خواته سم کړ. دغه تحولات په شپاړلسمه او اووه لسمه پېړۍ کې اوج ته ورسېدل. د دې دورې د سترو فلاسفه و له ډلې کولای شو دکارت، لایب نتیز او باروخ سپېنوزا ته اشاره وکړو چې د موډرن افکارو په وده او غوړېدنه کې یې د پام وړ رول درلود.
موډرنېزم د هغې دورې سمبول دی چې په کې دیني او دنیوي حوزې سره بېلې او له پخوانیو دودونو سره مقابله پیل شوه. ډېر کسان په دې باور دي چې موډرنېزم هغه فرهنګي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه او فلسفي مجموعه ده چې له پنځه لسمې پېړۍ راپيل او تر څو تېرو لسیزو پورې یې ادامه لرله. په دې دوره کې د انسان له عقل څخه د باندې هر ډول معنوي ځواک بې اعتباره او پوچ ګڼل کېده.
ځینې کسان د موډرنیزم اصطلاح هغه لوېدیځه مفکوره او نظریه بولي چې د نولسمې پېړۍ په پای کې د ښکلا پېژندنې په ستر غورځنګ او نهضت واوښته. هغه غورځنګ چې د هنر، موسیقۍ، ادبیاتو او ډرامې ساحو ته ننوت او د هنر د جوړښت له پروسې نیولې د هنر کارونې تر څرنګوالي او مفهوم پورې یې ټول زاړه معیارونه او اصول رد کړل. موډرنېزم له ۱۹۱۰ تر ۱۹۳۰ کالو پورې اوج ته ورسېد د شعر او داستان د رول له نوي تعریف سره یې اساسي مرسته وکړه. وولف، جویس، الیوت، سټونز، پروسټ، ملارمه او کافکا هغه کسان دي چې په شلمه پېړۍ کې د داستاني ادبیاتو د موډرنېزم بنسټ اېښودونکي ګڼل کیږي. په عمومي توګه موډرنېزم په هنري مفهوم د شلمې پېړۍ داداییزم(dadaisme)، سوریالېزم(surrealisme)، فوټورېزم(futurisme) او کوبېزم(cubisme) په څېر مکتوبونو ته اشاره کوي.
د موډرنېزم اصلي ځانګړتیاوې عبارت دي له:
- په لیکنو کې پر امپرسیونېزم، ذهن پالنې او د عقل پر وړتیاوو ټینګار، پر هغه څه ټینګار چې لیدل کیږي نه هغه چې درک کیږي، دغه مهال علم د ټولنیزو ناخوالو د درملنې له پاره وکارول شو
- له مذهب څخه د سیاسي او ټولنیزو بنسټونو بېلول یا له مذهب سره ښکاره مخالف ( سیکولارېزم)
- له روښانه عینیت څخه لرې دی
- د ادبي ژانرونو ترمنځ د توپير نا مشخصوالی، داسې چې شعر تر ډېره مستند ښکاري
- له فورم څخه ازادي او پر آزادي فورمونو ټینګار
- د هنري اثر په تولید کې غیر ارادي او لاشعوري عمل خوا ته تمایل
- د شکلي ښکلا پېژندنې پرېښودل یا ردول
- د لوړ او ټیټ فرهنګ ترمنځ د توپیر ردول
- پازیټیوېزم د موډرن یا عصري علومو له پاره د مېتودولوژۍ په توګه منل
پوسټ موډرنېستان څه وايي؟
په وروستیو کالو کې د آزادۍ، عقل پالنې او نوښت کارونې پر وړاندې یو حرکت پیل شو چې نه یوازې د معمارۍ هنر او ادبیات یې تر پوښښ لاندې ونیول بلکې حقوقو، اخلاقو، سیاست، ټولنپوهنې، اقتصاد او نورو علومو ته یې هم سرایت وکړ او د پوسټ موډرنېزم په نوم یې شهرت وموند.
د پوسټ موډرنیستانو اصلي خبره دا ده چې نه باید ځانونه یوازې د ماډرن زمانې د امکاناتو او وسایلو په کارونې پورې وتړو، بلکې کولای شو او باید د پخوانۍ زمانې او لرغونو دورو له امکانانو هم ګټه واخلو. د دوی په اند، موډرنيستانو له تېرې سره ځان پرې کړی او دا مسئله زیان اړوونکې ده. دوی وايي چې کولای شو د تېرې زمانې له امکاناتو څخه د اومو موادو په توګه کار واخلو او نوې بڼه ورکړو.
دا سمه خبره نه ده چې ځینې کسان پوسټ موډرنېزم د موډرنېزم ادامه یا د هغه ځای ناستی او الټرنیټیو بولي. پوسټ موډرنېزم له موډرنېزم څخه کار اخلي مګر د موډرنېزم په څېر د عوامو له فرهنګ څخه انکار نه کوي. له موډرنیستانو سره د هغوی اصلي مخالفت په دې کې دی چې نه شي کېدای له تېرې زمانې او د هغې له امکاناتو لاس په سر شو او شاته یې پرېږدو او دا هم سمه نه ده چې د رومانتیکانو په څېر پرې زړه و بایلو؛ باید د تېرې زمانې یادونه یې وشي، حتا که د طنز په بڼه هم وي. بل مهم ټکی دا دی چې پوسټ موډرنيستان د موډرنېزم له مرسوماتو هم په نویو ناولونو او رومانونو کې د طنز په بڼه یادونه کوي او پرې ملنډې وهي. ډیویډ لاچ وايي: پوسټ موډرنیزم هماغومره پر موډرنېزم نیوکه کوي لکه څومره چې موډرنېزم پر پوسټ موډرنیزم.
پوسټ موډرنېزم یو بل موډرنېزم دی چې موډرنېتې ته له نوې زاویې او نظره ګوري. پوسټ موډرنېزم د موډرنېزم نفی کوونکی او انتقادي مېتود خپله په موډرنیته کې کاروي.
د پوسټ موډرنېزم ځانګړنې:
- په قصدي او شعوري توګه د پخوانیو سبکونو او قراردادونو سره ترکیبول
- د بېلابېلو تصویرونو او ایماژونو ادغامول
- د موډرن زمانې د عقایدو او افکارو په ځانګړې توګه د ماټریالېزم، استدلال، یقیین او شخصي هویت په څېر عقایدو په اړه شک څرګندول (د روشنګرۍ ضد)
- په دې عقیده لرل چې د فرهنګي تمایلاتو، افسانې، استعارې او سیاسي مفاهیمو په څېر عوامل د ارتباطاتو جوړونکي دي (نسبیت پالنه)
- په دې عقیده لرل چې مفهوم او تجربه د انسان فردي مصنوعات دي نه د یوه لیکوال او داستان لیکوونکي د هدف (د وجود اصالت یا اګزستانسیالېزم)
- طنزیه او مزاحیه شاعري، هجو، خود ارجاعي او ټوکماري(witticism)
- د ټولیزو رسنیو تر واک لاندې ټولنې منل، داسې ټولنه چې په کې هېڅ ډول اصالت نه لیدل کیږي او یوازې له تېرو پېښو څخه یادشتونه اخستل کیږي
نامتو پوسټ موډرنېستان
مېشل فوکو (۱۹۸۴- ۱۹۲۶): نوموړی تر ډېره د لوېدیځ فرهنګ او تمدن پېژندونکی، نیهیلېست، پوسټ جوړښت پال، د پوسټ موډرنېزم مفکر او د تاریخي فیلسوف په توګه پېژندل کیږي. د پاریس په نورمال اکول کې یې فلسفه لوستې، څه موده د فرانسې د کمونېست ګوند غړی و خو وروسته ترې جلا شو. د ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۰ کالو یې د اصیل او نوښتګر مفکر په توګه شهرت وموند چې په دې لړ کې یې هم ستاینه وشوه او هم پرې ډېرې نیوکې.
ژاک دریدا: په ۱۹۳۰ کال په الجزایر کې نړۍ ته راغلی. د پاریس په نورمال اکول کې یې د فلسفې څانګه لوستې او نظریاتو یې پر ادبي کره کتنې، ادب تیوري او ادب فلسفې ژور اغېز کړی. د ده د آثارو ډېره برخه د دود ماتونې او جوړښت ماتونې په برخو کې مطرح او وړاندې شوې ده.
ژان فرانسوا لیوتار: (1925-1998) : د پاریس په پوهنتون کې د فلسفې استاد و او د ده دا عقیده وه چې نړۍ د ۱۹۷۰ لیسزې له پیل سره داسې نوي پړاو ته ننوتې چې له ماډرن وضعیت سره ټکر لري. نوموړی دغه وضعیت پوسټ موډرنېزم بولي: د شک او ګومان وضعیت، د بې باورۍ او بې ایمانۍ وضعیت، پر هغه څه د بې اعتمادۍ او بې اطمینانۍ وضعیت چې له دې وضعیت څخه وړاندې موجود وو.
پوسټ موډرنیزم نظریې له نامتو پلویانو یو بل هم دلوز دی چې وايي د ماډرن هنر اصلي ځانګړنه دا ده چې امکان نه لري. همدارنګه د پوسټ موډرنیزم د مشهورو شاعرانو او لیکوالو له ډلې هم کولای شو سامویل بکت، هارولډ پینټر، فلیپ لارکین، آلن روب ګریه، امبرتو اکو او… یاد کړو.
سرچینې:
- بهیج عبدالحمید، انگلیسي – پښتو فلسفي قاموس. دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، ۱۳۸۳.
- بابايی پرویز، فرهنگ اصطلاحات فلسفه. موسسه انتشارات نگاه، تهران ۱۳۸۶ ، ص ۳۴۸.
- شمیسا دکتر سیروس، نقدادبي. انتشارات فردوس، تهران ۱۳۸۳.
- نوذری حسین علی، صورت بندی مدرنیته و پست مدرنیته. نشر رندیز، تهران، ص 105
- طیب، محمود، مدرنیزم و پوسټ مدرنیزم در غزل امروز ایران، تهران، نشر زیتون سبز با همکاری نشر فرهنگ مانا، ۱۳۹۴، صص 152ـ153
- پست مدرنيسم چيست؟، چارلز جنگز، ترجمه فرهاد مرتضايي، تهران: نشر مرنديز
- از مدرنيسم تا فرامدرنيسم، محمدجواد لاريجاني، مجلس و پژوهش، شماره پنجم، سال اول، آذرو دى 1372
- مناظره مدرنيته و فرامدرنيته در زمينه مفاهيم، حميد عضدانلو، ماهنامه سياسي – اقتصادى، شماره 84-83
- نوذرى، حسینعلى، صورتبندى مدرنیته و پوسټ مدرنیته، تهران، انتشارات نقش جهان، 1379، ص 407.
- کهون، لارنس، از مدرنیسم تا پست مدرنیسم، ویراستار فارسی عبدالکریم رشیدیان، تهران، نشر نی، 1385، چاپ پنجم، ص3
- قرهباغی، علیاصغر؛ تبارشناسی پست مدرنیسم، تهران، دفتر پژوهشهای فرهنگی، 1380، چاپ اول، ص22.