ډېری مسلمانان په دې نظر دي چي ساینس له قرانه اخیستل شوی او ځیني خو ان دا خبره کوي چي غرب د قران په ژوره مطالعه وتوانېد دومره پرمختګ وکړي.

دا خبره تر ډېره د هغو کسانو له خوا کېږي چي ځانونه د دین پوهان او رهبران معرفي کوي. ان ادعا یې دا ده چي قران کریم د ټولو علومو سرچینه ده. دا خبره اوس نه ده شوې بلکي پېړۍ وړاندي د علامه سیوطي په څېر مشهور کس همدغه ادعا کړې وه چي قران د ټولو علومو سرچینه ده. له ده څخه دا خبره همدغسي نقل شوې او ګڼو کسانو تکرار کړې ده چي د ټولې اسلامي نړۍ په کچه نژدې یو منل شوی نظر ښکاري. په تېره په افغاني بې سواده ټولنه کي خو د هر لوستي او نالوستي پر خوله ده او ملایان یې هم په خپلو خبرو کي هر ځای زمزمه کوي. مګر پوښتنه دا ده چي ایا دا خبره کوم رښتنی بنسټ هم لري؟

که علمي ځواب ورکوو نو باید لومړی د قران مقام او د ساینس ماهیت وپېژنو. د مسلمانانو له باور سره سم قران د الهي وحې هغه وروستۍ کړۍ ده چي د الله له خوا پر خپل وروستي استازي محمد صلی الله علیه وسلم نړۍ والو په تېره د عربي ټاپو وزمې اوسېدونکو ته د اخیري پیغام په توګه رالېږل شوې ده. اصل هدف یې په دیني برخه کي د هغو کسانو لارښوونه وه چي د دین په نوم له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ وو. غوښتل یې د دین په نوم جبر، شرک، نفاق، ګمراهي، شوکې، غولونې، مذهبي تفرقې، انسان ضد اعمال او افکار اصلاح کړي. د انسان فردي مسولیت وروپېژني، خپل اصل فطرت ته یې متوجې کړې او د تاریخ په هغه حساسه نقطه کي چي شاته یې په اصطلاح د بې باورۍ دوړې پاتي وې او په وړاندي یې د نوي دور نوی څرک وو داسي یوه ټولنه رامنځته کړي چي  د مالومې دنیا په مرکزي برخه کي  د مذهبي جبر زولنې ماتې کړي او د بشر لپاره د بیان او عقیدې د خپلواکۍ زېری راوړي. له همدې امله قران ویلي: له دې جګړه مارو سره تر هغه وخته وجنګېږئ چي پر دین ځورونه ( فتنه ) له منځه ولاړه شي او دین کول د الله لپاره شي. (الانفال: ۳۹)

(یعني په اسلام کي د جګړې اصل دا دی چي باید بشر د دین په انتخاب کي خپلواک او د جبر له مخې د دین خپلولو ته اړ نه شي) له همدې امله ویل شوي چي په دین کي زور زیاتی نه شته.

مګر ساینس د بشري تاریخ له اولې ورځې هغه تجربې او مشاهدې دي چي انسان یې د خپل ژوند په اوږدو کي ترسره کوي. ساینس د هیڅ دین، قوم، ملت او هیواد ځانګړې سرمایه نه ده. د هر قوم، ملت، دین او هیواد وګړو په ګډه د ساینس په وده او پرمختګ کي ونډه اخیستې او دا لړۍ لا هم روانه ده. ساینس همدومره لرغونی دی لکه انسان، مګر قران د بشري تاریخ په ډېره وروسته مرحله کي نازل شو.  نو څرنګه قران د هغه علم سرچینه وګڼو چي وجود یې په میلونونو کاله تر هغه وړاندي دی؟

سمه ده چي قران د ګڼو قضایاوو په تحلیل کي ځینو ساینسي حقایقو ته اشاره کړې، مګر هغه صرف اشاره ده هیڅکله دا مانا نه لري چي ساینس له قران څخه اخیستل شوی. ځکه که یوازي د ځينو یادونو پر بنسټ قران د ساینس سرچینه ګڼو نو بیا خو باید د تاریخ، جغرافیې او دا ډول نورو علومو سرچینه هم وبلل شي. مګر خبره هیڅکله داسي نه ده، قران د الهي دین وروستی کتاب دی چي پکي د دین اساسات او د شریعت ځیني ټولنیز احکام بیان شوي. موږ باید د قران حقانیت په ساینس ثابت نه کړو. د قران حقانیت باید د دینونو تر منځ د پرتلې، اخلاقي اصولو او د مابعد الطبیعاتي قضایاوو په اړه د هغه په منطقي تحلیل ثابت شي.

ساینس ځان ته علم دی او ګڼې څانګې لري، خو په قران کي د ځینو ساینسي نښو یا حقایقو شتون هیڅکله په دې مانا نه دی چي قران د ساینس سرچینه وبولو او یا داسي وانګېرو چي ساینس له قران څخه اخیستل شوی. بلکي په ځینو ځایونو کي د ساینس او قران تحلیلونه له یوه-بل سره بېل بلکي په تضاد کي دي. که قران د ساینس سرچینه وای ولي به سره ټکر کېدل؟ ساینس انساني تجربې دي چي هر وخت بدلېږي او اوس هم د خپل تکامل پر لور سفر کوي. مګر قران د دین کتاب دی هلته د دین هدف، د الله وجود، ثواب او عذاب او له انسانانو سره د اخلاقي قوانینو پر بنسټ الهي چلند تر بحث لاندي نیول کېږي، په دې ضمن کي که کله-کله خبره د ساینس او نورو علومو پر لور ولاړه شي نو له دې څخه باید هیڅکله د امانا وانه خلو چي قران د دې علومو سرچینه ده او یا هغه علوم له قران څخه اخیستل شوي دي. قران د خپل هدف د

اثبات لپاره د ګڼو علومو بېلګې وړاندي کړې دي، مګر هیڅکله له خپل هدف څخه بهر نه ځي.

په لنډه توګه ویلای شو چي په قران کي ځيني ساینسي حقایق شته خو د ساینس عمر تر قران ډېر اوږد دی او په هیڅ ډول له قران څخه نه دی اخیستل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *