نن د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې د دغه جرګې د غړو د ګډې پرېکړې پربنسټ په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ته د خپلې د ندنې پرمهال د ملي وفاق د ټینګښت، د ورورۍ د فضا د حاکمیت، د درې ګونو قواوو ترمنځ د متقابل باور او درناوي د پراختیا او د هېواد د سیاسي ثبات لپاره د هلو ځلو، له کبله د عمومي مجلس د پرېکړې پر بنسټ، د مشرانو جرګې په لوح تقدیر وویاړاوه.
فاروق وردګ چې په همدې اړه یې د ملي شورا د مشرانو جرګې عمومي ناستې ته وینا کوله، وویل: (( هېڅکله او په هېڅ صورت به د هېواد او هېوادوالو له چوپړ څخه لاس وا نه خلم او د ژوند تر وروستیو شېبو به د هېواد له استقرار، ملي حاکمیت او ملي نوامیسو څخه د دفاع په سنګر کې مبارزه وکړم.))
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر چې تر دې وړاندې د پوهنې د وزیر او د چارو ادارې د لوی رییس په توګه دندې ترسره کړې دي، د ګڼو کورنیو او نړیوالو بنسټونو له خوا د هغه د ښو کړنو له کبله ستایل شوی او د نوموړي د ښه مدیریت له امله یې پوهنې وزارت ته ګڼې نړیوالې مرستې راجلب کړې دي.